تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د نسکورې شوې امريکايۍ الوتکې ماموريت څه و؟
تېره ورځ د افغانستان په غزني ولایت کې د امریکا یوه E-11A ډوله الوتکه راولوېده. په پیل کې د یوې "مساپر" وړونکې الوتکې د لوېدو خبرونه خپاره شول، خو وروسته جوته شوه دا د امریکا پوځي الوتکه ده.
په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ومنله چې یوه پوځي الوتکه یې د افغانستان په سوېلي غزني ولایت کې رالوېدلې ده.
د امریکايي ځواکونو ویاند سان لګت په یوه ټویټ کې لیکلي وو، د یادې الوتکې د لوېدو په اړه څېړنه روانه ده، خو تر اوسه داسې ثبوت نه شته چې ګني د "دښمن" له خوا دې رانسکوره شوې وي.
وسله والو طالبانو ادعا وکړه چې الوتکه د دوی وسلوالو په "تکتيکې ډول" راغورځولې، خو کارپوهان پر دې باور دي چې دا الوتکه ډېره لوړه الوتنه کوي، داسې نه ښکاري چې طالبانو دې ویشتلې وي.
الوتکې کوم ماموریت درلود؟
د امریکايي ځواکونو د اعلان له مخې، په غزني کې لوېدلې الوتکه د سوېلي کندهار ولایت په هوايي ډګر کې وه. دې الوتکې د افغانستان په فضا کې د پېښې پرمهال د هوايي اړیکو رامنځته کولو ماموریت مخته وړ.
یاده الوتکه د ځمکنیو او هوايي ځواکونو ترمنځ د رادیويي اړیکو د رامنځته کولو توان درلود او فضايي وای فای او ځانګړي وسایل یې لرل چې په فضا کې د اړیکو تشه ډکه کړي.
د هوايي ځواکونو په نامه مجلې لیکلي، په ۲۰۰۵ کال ددغه ډول الوتکو په افغانستان کې د "سرو وزرو" په نامه عملیاتو کې اړتیا پیدا شوه.
دا الوتکه له ۲۰۰۹ تر اوسه په افغانستان کې وه او ګټه ترې اخیستل کېده.
د بي بي سي د دفاعي چارو خبریال جنتن مارکاس د یادې الوتکې د ماموریت او کار په اړه لیکلي، نسکوره شوې الوتکه له هغو څلورو ډوله الوتکو یوه ده چې د امریکا پوځي یې لري.
د هغه په وینا، په اصل کې دا جیټ ډوله الوتکه "بمباردیر" ډوله الوتکه ده چې د پوځي ماموریت لپاره جوړه شوې چې ډېره لوړه الوتنه کولی شي.
د نوموړي په خبره، په دې الوتکه کې داسې الکترونیکي وسایل ځای پرځای شوي چې دنده یې د هوايي او ځمکنیو ځواکونو ترمنځ د اړیکو ساتل دي.
د نوموړي په وینا، دا الوتکه د افغانستان په جګړه کې د الکترونیکي سیستم په لرلو سره مهمې چارې مخته وړي؛ ځکه چې افغانستان یو غرنی هېواد دی او جغرافیوي وضعیت یې هم له ستونزو سره مخامخ وي، چې دا ډول الوتکې په کې د پوځي عملیاتو پرمهال ډېره مرسته کولی شي.