تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا په غورځېدلې الوتکه کې د وژل شویو ۲ کسانو نومونه اعلان کړل
افغانستان د امریکا متحدو ایالتونو پوځ په یوه خبرپاڼه کې وايي، د افغانستان په غزني ولایت کې د غورځېدلې الوتکې د دوو تنو پوځیانو مړي او د الوتکې هغه برخه چې ګومان کېږي تور بکس به وي تر لاسه شوي دي.
دا E-11A ډوله الوتکه دوې ورځې وړاندې د افغانستان د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې غورځېدلې وه.
په دا مهال پنټګان یا د امریکا دفاع وزارت د هغو دوو پوځیانو نومونه هم ډاګیز کړي چې دې پېښه کې وژل شوي وو.
د دې خبرپاڼې له مخې، ۴۶ کلن ډګروال پال واس چې د دندې ځای یې ویرجینیا ایالت اولانګلي-پوستیس و او ۳۰ کلن کېپتان رایان پانوف چې د دندې ځای یې د نیوهمپشایر ایالت و دې پېښه کې وژل شوي دي.
امریکايي پوځ زیاتوي چې د سیمې اوسېدونکو د دې دوه وژل شویو کسانو له مړیو سره د خپل دود له مخې په 'درناوي ' چلن کړی.
له دې مخکې په هغه اعلامیه کې چې د امریکا د پوځ ویاند ساني لېګېټ پر خپله ټویټر پاڼه خپره کړې راغلي چې د الوتکې د غورځېدلو په اړه څېړنې دوام لري، خو لا هم داسې څه نه شته چې وښيي دا الوتکه د "دښمن" له خوا نسکوره کړل شوې ده.
له دې مخکې طالبانو ادعا کړې وه چې دا الوتکه دوی په '' تکتیکي '' ډول غورځولې ده او په وینا یې د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې لوړ پوړې افسران پکې وژل شوي دي.
بل لور ته د سې شنبه په ورځ د غزني امنیه قومندان خالد وردګ بي بي سي ته وویل، په دغه ولایت کې د رامنځته شوې الوتکې غورځېدو پېښې د قربانیانو مړي د پېښې له ځایه لېږدول شوي دي.
ښاغلي وردګ وویل، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې 'جنوري ۲۸ ' مازدیګر د پېښې قربانیانو دوه مړي د غزني ګاونډي پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته لېږدول شوي او د الوتکې نیمه سوځلې اډانه د همدې ځواکونو له لوري همالته د پېښې ځای کې ویجاړه شوې ده.
امریکایي چارواکو وړمه ورځ ومنله چې په غزني کې نسکوره شوې الوتکه پوځي وه. یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دوی فکر کوي چې دې الوتکې له لسو کم کسان لېږدول.
ویل کېږي، دغه مړي د بهرنیو ځواکونو په چورلکو کې لېږدول شوي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو صفر درې قطعې ملاتړ ورسره و.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته وویل د دوی وسله والو دا الوتکه " په تکتیکي ډول" غورځولې ده.
خو یوۀ امریکایي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط رویټرز خبري اژانس ته هغه مهال ویلي و تر اوسه داسې نښې نښانې نشته چې وښيي دا الوتکه د دښمن له خوا نسکوره کړل شوې ده.
د طالبانو خپره کړې وينا پاڼه کې راغلي چې دې الوتکې "د استخباراتي ماموریت لپاره په سیمه کې پرواز کاوه او د استخباراتي ادارې سي ای اې ګڼ افسران په کې وژل شوي دي."
د غزني دامنیه قوماندان احمد خالد وردګ په وینا دا الوتکه د ده یک ولسوالۍ مرکز ته نږدې د سدو په نا امن کلي کې نسکوره شوې ده.