افغانستان ۵۰ داعشي مېرمنې قبایلي مشرانو ته وسپارلې

د خپرېدو وخت

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د تسلیم شویو داعشیانو ۱۲۶ قبایلي مېرمنو او ماشومان خپلو کورنیو ته د سپارلو لړۍ پیل شوې ده. کورنیو ته د دغو کسانو د سپارلو پرېکړه د لر او بر پښتنو د ګډې جرګې د وړاندیز له مخې شوې ده.

په ننګرهار ولایت کې د لر او بر پښتنو د ګډې جرګې د وړاندیز او د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل له لوري د جرګې وړاندیز تایید او عملي کول یې نن پنجشنبه پیل شوي دي.

په لومړۍ جوپه کې د تسلیم شویو قبایلي داعشیانو ۵۰ مېرمنې او ۷۶ ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

دوه مياشتې وړاندې څه باندې ديارلس سوه ډېر داعش جنګيالي او د کورنۍ غړي يې د ننګرهار په اچين کې حکومت ته تسلیم شول چې چارواکو وویل، ډېره برخه يې د پښتونخوا اوسېدونکي دي.

د قبایلو یو قومي مشر جان محمد وايي، درې مېرمنې چې د ده د کورنۍ دي او څلور ماشومان به د ولسمشر محمد اشرف غني له امر سره سم بېرته خپلې کورنۍ ته ستانه کړي.

په ننګرهار کې د دغو داعشیانو د سپارلو مراسمو پرمهال قومي مشر ملک عثمان وویل، افغانستان ته چې څوک په غلط فهمۍ راځي او افغان حکومت او افغانان یې بېرته ورسپاري، دا د افغانانو یو همت ګڼل کېږي.

هغه مهال ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې د داعش ډلې د ماتې اعلان وکړ او وې ويل چې د داعش د بهرنيو جنګيالیو مېرمنې او ماشومان به د پاکستان حکومت ته نه، بلکې خپل او خپلوانو ته و سپاري او د جنګياليو په هکله به یې جلا پرېکړه کېږي.

د ننګرهار چارواکي وايي، لومړی به د دغو کسانو د هویت تثبیت کېږي او بیا به سپارل کېږي.

ننګرهاري چارواکي وايي، وړاندې هم د بېلابېلو سیمو اړوند ۱۳۰ داعشي مېرمنې او ماشومان یې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.