تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان چارواکي: کونړ کې د بهرنیانو په ګډون ۴۳ داعشیان وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کونړ په چپه دره کې یې د داعش مرکز بمبار کړی، چې له امله یې د بهرنیو وسلوالو په ګډون ۴۳ کسان پکې وژلي دي.
د دفاع وزارت د شنبې په ورځ( د مۍ ۴) اعلامیه کې ویلي چې هوايي برید یې د چپې درې په دیګل سر سیمه کې کړی دی.
دفاع وزارت د هوایی حملی ويډیو هم خپره کړې چې پکې ځنګلي او غرنۍ سیمه کې نږدې درې هوايي بریدونه ښيي.
چارواکي وايي، دې بریدونو کې یې د اسماعیل په نوم د ازبکستان د وسله والو یو مشر هم وژلی دی.
"ازبکستانيانو کې د اسماعیل په نوم کس دی چې د ازبک ترهګرو مشر دی او مخکې یې له القاعده سره همکاري لرله، خو دې وروستیو کې داعش سره یو ځای شوی و".
د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار هم د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته ویلي، ۴۳ کورني او بهرني داعش وسلوال دوو بریدونو کې دلته وژل شوي دي.
"پاکستاني، ازبکستان، تاجکستاني او چیچنیايي وسله وال هم پکې دي. د ټپیانو شمېر نه لرو، ممکن هلته مرګ ژوبله ډېره وي".
نوموړی زیاتوي، دغه سیمه کې ولس نشته: "کله چې طالبانو سیمې داعش ته پرېښودې داعش پکې مرکزونه جوړ کړل، خلک هلته نشته".
نوموړی وایي، دې هوايي بریدونو سره داعش ته درون ګوزار ورسېد او راتلونکي کې به د افغان ځواکونو ځمکنیو بریدونو ته لار برابره کړي:
"وضعیت د دولت په ګټه دی، ممکن راتلونکي کې دولت تصفیوي عملیات پیل کړي او وروسته به سیمې ته د خلکو د تللو زمینه هم برابره شي".
د سیمې خلک څه وایي؟
د سیمې خلکو هم بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې هلته بمبار شوی دی، خو په دې نه پوهېږي چې څومره مرګ ژوبله اوښتې ده:
"پرون موږ ولسوالۍ کې درانه اوازونه واورېدل شاوخوا اته لس کیلومتره لرې غره کې بمبار وشو، چې خلکو سره مو خبرې وکړې ویل یې بمبار شوی دی، هلته د داعش مرکزونه دي، ملکیان نشته".
یو بل کس بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د یګل سر په برکنډۍ کې په ډېر اوچت ځای کې درې ځایه بریدونه شوي:
"پرون خلکو ویل، درې ځایه بریدونه شوي یو ځای نهه کسان وژل شوي، خو د نورو مالومات نه کېږي، هلته خلک تګ راتګ نه لري، له دا یو ځای کې خلکو مالومات راولي وايي د داعش نهه کسان وژل شوي او ښخ کړل شوي دي".
د نوموړي په خبره، دا سیمه ستراتیژیک اهمیت لري، چې ترې د ننګرهار دره نور او لغمان ته هم لار تللې ده.
د مارچ میاشتي وروستیو کي د وسلواله و طالبانو او داعش له دوو اونیو جګړو له امله تر دوو زرو کورنۍ بې ځایه شوې.
هغه مهال د چپې درې ولسوال خلیل الله خلیلي بي بي سي ته ویلي و چې د دې دواړو ډلو ترمنځ ننګلام دره کې له جګړې پیلدو وروسته داعش دا او دیګل دره ونیول.
د دې دوو دورو اوسېدونکي هم د ولسوالۍ مرکز ته کډوال شول.
د چپې درې ستراتیژیک اهمیت او داعش
چپه دره د اسعد اباد شمال لوېډیځ ته په ۶۸ کیلومترۍ کې پرته ده، چې د نورستان له واما او نور ګرام او د لغمان له الینګار ولسوالیو سره پوله لري.
کونړ د ننګرهار ګاونډ کې پروت دی چې افغانستان کې د داعش څرګندېدو مرکز بلل کېږي. تېرو کلونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیاتو له امله ننګرهار کې د داعش زور اوبه شو.
د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۱۳ امریکا تر ټولو ستر نااټومي بم یا د بمونو مور د ننګرهار اچین د داعش پر لوی مرکز وغورځاوه.
له هغه مخکې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د هغه مهال قومندان جنرال نیکولسن ویلي و چې داعش به پر ۲۰۱۷ کال له منځه لاړه شي، خو دا ډله لا هم د افغانستان په ختیځ کې شته.