لسیزې وروسته د افغانستان تحصیلي نصاب نوی کېږي

- Author, صابر عزیز
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان لوړو زدکړو وزارت وایي، د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او نوي کولو لړۍ د راتلونکي ۱۳۹۹ کال تر ختمېدو پایته رسېږي. دغه وزارت وایي، دا کار په تېرو څلورو لسیزو کې بې مخینې دی او د افغانستان تحصیلي نصاب کې به لوی بدلون رامنځته کړي.
لوړو زدکړو وزارت موندلې د پوهنتونونو تحصیلي نصاب له ۳۵ تر ۴۵ سلنې پورې کمروزۍ بلل شوی دی.
دا نوښت د "یو ملت او یو تحصیلي نصاب" په نامه د نصاب اروزنې او نويولو په موخه پیل شوی دی.
لوړو زده کړو وزارت موندلې چې دا مهال د افغانستان په پوهنتونونو کې ډول ډول نصابونه تدرسیږي.
د افغانستان د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او نوي کولو چاره داسې مهال پیلېږي چې په تېرو نولسو کلونو کې زد کوونکي په بیا بیا له زاړه تحصیلي نصاب او پخواني سیستم شکایت کوي.
د لوړو زدکړو وزارت وایي، افغانستان څلور لسیزې وړاندې یو معیاري تحصیلي نصاب درلود، چې د هغه وخت د فارغانو ټولو اړتیاوو ته یې ځواب وایه، د پلې کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې موجودې وې او ښوونکو هم د وخت په عصري مېتودونو حاکمیت درلود.
خو د چارواکو په وینا، اوږدې جګړې دا برخه هم ځپلې، وړ عملي کدرونه له هېواده ووتل یاهم مړه شول، د نویو کدرونو د روزنې چاره یې ټکنۍ شوه او ټول هغه شته یې له لاسه ووتل چې د افغانستان د پوهنتونونو زدکوونکي د وخت له اړتیا سره سم وروزل شي او د کار بازار ته لار ومومي.
که څه هم د ځينو استادانو لخوا نوې څېړنې شوې او تر یوه حده یې زدکوونکو ته نوي درسي مواد تیار کړي، خو زد کوونکي وایې دا کار کم کېږي او کم شمېر استادان دي چې امکانات لري او په دوی زاړه چپټرونه نه لولي.

کابل پوهنتون د افغانستان تر ټولو پخوانی او لوی عملي مرکز دی ۲۱ پوهنځي لري ، ۲۴ زره زدکوونکو ته ۹۰۰ ښوونکي زدکړې ورکوي.
د شرعیاتو پوهنځي زدکوونکي چې تازه د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورته نوی تحصیلي نصاب جوړ شوی او راتلونکی کال به د شرعیاتو په ټولو پوهنځیو کې عملي کېږي وایي، ډېر کتابونه یې په پخواني زیړبخن کاغذ لیکل شوي چې د لیکدود بڼه یې هم ډېره پخوانۍ ده.
شمس الرحمن چې د اسلامي تعلیماتو په برخه کې زدکړې کوي وایي: "کله مې چې کتابونه کور ته یووړل، پلار مې چې دیني عالم دی حیران شو او راته ویې ویل دا خو موږ ډېر پخوا لوستي ایا د پوهنتون او مدرسې کتابونه توپیر نه لري."؟
د کابل پوهنتون زدکوونکي وایي، ډېر استادان پرې د لسیزو پخوا لیکل شوي چپټرونه لولي او کله چې له دې ځایه فارغېږي نه کار ورته پیدا کیږي او نه هم کولای چې د نورو زدکړو لپاره د بهرنیو پوهنتونونو ته بریالي شي.
بل خوا د پوهنتون استادان وایي، د امکاناتو کموالی او د یوه واحد تحصیلي نصاب نشتوالی لویه ستونزه ده چې د دوی په وینا د لوړو زدکړو وزارت باید ورته رسیدنه وکړي.
د دوي په وینا، استادان تر خپلې وسې هڅه کوي چې په هره برخه کې نوي مالومات راټول او له زدکوونکو سره شریک کړي.

بل پلو یو شمېر نوي استادان چې په بهر کې یې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زدکړې وایي استادان او زد کوونکي باید په نړیوالو ژبو چې ډېری نوې څېړنې او مالومات پکې راځي پوه وي.
محصلین درسي مواد له کومه کوي؟
د هر دولتي پوهنتون ترڅنګ څو وړې شخصي چاپخونې فعالې دي چې د زد کونکو لپاره درسي مواد چمتو کوي.
په هره چاپ خونه کې په اسانۍ د هرې څانګې او هر مضمون درسي چپټر یوه کاپي شته چې د زدکوونکو له غوښتنې سره سم یې ورته چاپوي.
ددې چپټرونو ډير یې کلونه مخکې لیکل شوي او زدکوونکو په وینا داسې چپټرونه هم پکې شته، چې په پوهنتون کې په زدکړو د بوختو زدکوونکو له زیږېدو مخکې لیکل شوي.
دا په پوهنتونونو کې د زاړه تحصیلي سیستم ښکاره بېلګې دي، خو ترڅنګ یې د یو شمېر استادانو لخوا نوي لیکل شوي کتابونه هم موندل کېږي.
د افغانستان لوړو زده کړو وزارت د ټولو ۱۶۰ تحصیلي څانګو د نصاب د بیا کتنې او نوي کولو کار پیل کړی.
دغه وزارت وایې چې دې اوږده او جنجالي بهیر ته یې دوه کال وخت ټاکلی چې لومړي کال کې یې د ۷۴ تحصیلي څانګو نصاب بیا کتلی او نوی درسي کریکولم یې ورته چمتو کړی چې د راتلونکي تحصیلي کال له پیل سره به په ټولو اړوندو څانګو کې عملي کیږي.
دغه وزارت وایې چې په دې کریکولم کې یې د هر مضمون لپاره وروستی اپډيټ کتاب ټاکلی او ترڅنګ یې ورته ماخذونه هم مشخص شوي د زیاتو معلومات لپاره به ترې استفاده کېږي.
د افغانستان د پوهنتونونو د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې او پراختیا ملي پروګرام رییس پوهنمل خواجه زبیر صدیقي وایي چې نوی نصاب د کار بازار اړتیا ته په کتو د زد کوونکو فارغول او د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړوي:
"موږ د نصاب جوړولو لپاره د سیمې او نړۍ د اوو هیوادونو وروستي نصابونه ګورو او په پای کې مو د یونیسکو تحصیلي نصاب چې په نړیواله کچه منل شوی معیار ټاکلی او له هغې سره سم خپل تحصیلي نصاب جوړوو."

چارواکي وایي هرې تحصیلي څانګې ته د نصاب جوړولو لپاره د اړوندو دولتي، خصوصي، عملي او نړیوالو ادارو څخه ګډ پلاوی اوسنی نصاب ارزوي او بیا وروسته ورته نوی نصاب جوړوي.
د لوړو زدکړو وزارت تمه ښيي چې د راتلونکي ۱۳۹۹ کال تر پایه به د پاتې ۸۵ تحصیلي څانګو نصاب هم تر بیا کتې وروسته نوی کړي.
دغه وزارت د نصاب ترڅنګ د عملي زده کړو لپاره اسانتیاوو برابرول او د مسلکي علمي کدرونو روزنه یوه بله مهم چاره بولي چې د دوي په وینا له دې وروسته به پرې عملاً کال پیل شي.



















