ټاکنو کمېسیون: ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر به ژر بشپړ شي

تر دې مخکې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر دې مخکې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې وه.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وینا په سرپل، پنجشیر او جوزجان ولایتونو کې د رایو بيا شمېرنې او څېړنې بهير بشپړ شوی دی. په وینا یې، په تخار او بدخشان ولایتونو کې هم د رایو بیاګڼل به دېر ژر پایه ته ورسوي.

تر دې مخکې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې وه.

د دغه کمیسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ وايي، د افغانستان په اوو شمالي ولایتونو کې تر ۱۳۵۰ د زیاتو محلونو د رایو د بیاشمېرنې پرېکړه شوې وه، چې لویه برخه یې په بغلان او فاریاب کې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون کارکوونکو د شمال په دغو اووه ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د مشر عبدالله عبدالله له اجازې وروسته پېل کړه.

ښاغلي عبدالله تېره جمعه له خپلو پلویانو وغوښتل چې په دې اړه خپل اعتراض بس کړي. د ده پلویانو ۳۰۰زره رایې تقلبي بللې او د هغوی پر باطلېدو يې ټينګار کاوه.

د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د عکس سرچینه، Iec

د عکس تشریح، د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ او د کمېسیون نورو غړو ټاکنډلو سره دوې علنې مشورتي ناستې وکړې چې ولاړه شوې لانجه اواره کړي.

تازه جنجال هله پېل شو چې د ټاکنو کمېسیون نژدې یوه میاشت وړاندې په ۳۴ ولایتونو کې د شاوخوا ۸۵۰۰ محلونو د رایو د بیا شمېرلو پرېکړه وکړه.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په ګډون ځينو نورو ټاکنډلو هم د کمیسیون د دغه ګام پر ضد اعتراضونه پېل کړل.

د یادولو ده چې وار له مخه په ۲۷ ولایتونو کې د رایو د بیاګڼلو بهیر بشپړ شوی دی.

د تلې پر شپږمه د ترسره شویو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو نېټه د همدغو ناندريو او تخنیکي ستونزو له کبله دوه ځلې وځنډېده خو اوس د ټاکنوخپلواک یو ځل بیا ژمنه کړې چې د روانې اونۍ تر پایه به یې اعلان کړي.