امریکا کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر برید وغانده

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د ملګرو ملتونو پر موټر برید غندلی چې پکې د دې ادارې یو بهرنی کارمن وژل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خپل ټوېټر کې د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده: "هغه قربانیان چې د انسانیت خوندیتوب لپاره افغانستان ته راغلي وو".
هغه د پېښې تپیانو ته د روغتیا هیله کړې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، یکشنبه ماښام په کابل کې د ملګرو ملتونو پر یوه موټر دلاسي بم برید شوی چې مرګژوبله یې اړولې ده. د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، دا برید د کابل د نهمې حوزې بخارخانه سیمه کې شوی دی.
ښاغلي رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، په برید کې یو بهرنی وګړی وژل شوی او پنځه ملکیان پکې برسېرن ټپیان دي چې دوه یې د ملګرو ملتونو کارکوونکي دي.
په افغانستان کې د مللګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما په یوه اعلامیه کې د خپل یو بهرني کار کوونکي وژل کېدل او یو بل بهرني او یو افغان کار کوونکي ټپي کېدل منلي دي، خو د دوی هویت په اړه یې نور مالومات نه دي ورکړي.
یوناما په خپله اعلامیه کې دا برید غندلی دی او پر افغان حکومت یې غږ کړی چې دا پېښه دې ژر تر ژره وپلټل شي، او پړو کسانو سره دې قانوني چلن وشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، وژل شوی کس هندی دی، چې د کورنیو چارو له وزارت سره یې په یوه پروژه کې کار کاوه.
سرچینه زیاتوي چې په دې برید کې د ملګرو ملتونو یو جاپانی سلاکار او د هغه موټروان ټپي شوي دي. د پېښې عیني شاهدان وایي چې پر موټر برید کې تر یوه ډېر لاسي بمونه کارول شوي.
برید د یکشنبې ماښام شل باندې شپږ بجې شوی. تراوسه کومې ډلې مسولیت نه دی منلی. د کورنیو چارو وزارت وايي د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به نور جزیات شریک کړي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې هم کابل کې یوې موټربم چاودنې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل او د درېیو ماشومانو په ګډون یې ۲۰ کسان ټپیان کړل، چې څلور په کې د ګارډا ورلډ شرکت بهرني کارکوونکي وو.




















