کابل کې موټربم" ۱۲ کسان ووژل او ۲۰ "یې ټپیان کړل
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې موټربم چاودنې لږترلږه ۱۲ افغانان وژلي او د درېیو ماشومانو په ګډون یې ۲۰ کسان ټپیان کړي، چې څلور په کې د ګارډا ورلډ شرکت بهرني کارکوونکي دي. ددغه برید مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي برید د کابل پنځلسمې حوزې اړوند قصبې ته نژدې شوی.
د ښاغلي رحیمي په خبره، د برید موخه د ګارډا ورلډ په نوم بهرنی امنیتي شرکت و.
نصرت رحیمي رسنیو ته استولې اعلامیه کې دا هم زیاته کړې چې د مرګ ژوبلې دا شمېره لومړنۍ ده او ښايي بدله شي:
"سهار ۷:۲۵ تونس موټر د قسیم سړک سره پر هغه لنډکروزر موټر چاودنه وکړه چې د ورلډ ګارډ په نوم بهرنۍ امنیتي کمپنۍ ده".
چارواکي دا هم وايي، چې دې پېښه کې ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د پېښې انځورونه ښيي چې دې چاودنه کې څو موټر زیانمن شوي او نږدې استوګنځیو ته هم تاوان رسېدلی دی.
غبرګونونه
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دا برید په سختو ټکو غندلی او دا یې وحشیانه عمل بللی دی.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار په ملکي سیمه کې دا ترهګر برید د سولې، هوساینې او پرمختګ پروړاندې یو وحشیانه عمل بللی.
اجراییه مشر عبدالله عبدالله هم دا برید د کابل ښاریانو د ارامۍ ماتولو په معنا بللی، چې په وینا یې یو شمېر هېوادوال یې د غم په ټغر کېنول.
تر اوسه د دې پېښې مسولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
دا پېښه په داسې مهال ده چې وروستیو اونیو کې کابل تر ډېره ارام و.





















