''د اماراتو هوايي شرکتونو بازار په لاس کې اخیستی''

د خپرېدو وخت

متحده عربي اماراتو هوايي ډګرونه د بېلابېلو هېوادونو هوايي شرکتونو او الوتکو د کښېناستو او تګ راتګ له بوختو لارو ګڼل کېږي، خو افغان هوايي شرکتونه دې هېواد ته ډېرې کمې الوتنې لري تر دې چې اوس یواځې اریانا هوايي شرکت چې د افغانستان دولتي شرکت دی په اونۍ کې یو ځل د کابل دوبۍ تر منځ الوتنه کوي.

د افغانستان د هوايي شرکتونو ټولنه وايي دا مهال د اماراتو هوايي شرکتونو بازار په لاس کې اخیستی چې د سیالۍ په دې ډګر کې يې د افغان شرکتونو پر فعالیت ناوړه اغېز کړی.

د دې ټولنې مشر فرید پیکار بي بي سي ته وویل، د افغان حکومت د پرانیستي فضا سیاست چې ټولو شرکتونو ته د پرواز اجازه ورکوي د افغان هوايي شرکتونو رول کمرنګه کړی دی.

دی وايي متحده عربي اماراتو له مودو وروسته کام ایر هوايي شرکت ته هغه هېواد ته د الوت اجازه ورکړې.

بالمثل عمل

"هغه الوتنې چې د دوبۍ او کابل تر منځ تر سره کېږي ټولې يې اماراتي شرکتونو انحصار کړې دي، دا باید بالمثل شي داسې چې که شپږ الوتنې کېږي لږ تر لږه درې يې افغاني شرکتونه وکړي چې دواړه لوري ګټه وکړي خو دلته ۹۰ سلنه الوتنې عربي شرکتونه کوي ځکه نو زموږ شرکتونه ډېر زیانمن شوي."

د کام ایر الوتکې پر ولایتي الوتنو سربېره، تر ډېره ترکيې، سعودي عربستان، هند او د منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د هوايي چلند ادراه وايي دوبۍ ته د افغاني هوايي شرکتونو الوتنې د تخنیکي ستونزو له کبله کمې شوېدي. د دې ادارې مشر قاسم وفايي زاده وايي دا ستونزې د خبرداري تر کچې رسېدلي او متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د افغان هوايي شرکتونو د ستونزو راپور دوی ته ورکړی دی.

خو د هوايي شرکتونو ټولنه د الوتکو داسې تخنیکي ستونزې ردوي چې د الوتنو پر وړاندې دې خنډ جوړ کړي.

اریانا هوايي شرکت په افغانستان کې یو له لرغونو هوايي شرکتونو څخه ده چې د دولت په چوکاټ کې فعالیت کوي، خو د ۲۰۰۱ کال راهیسې څو غیر دولتي شرکتونو هم په دې هېواد کې فعالیت پیل کړ چې وخت په وخت له سقوط سره مخ شوي دي.