تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کام ایر بامیان ته الوتنې وځنډولې
د کام ایر هوايي شرکت د افغانستان مرکزي ولایت بامیان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.
یاد شرکت تر هغه وروسته بامیان ته خپل هوايي پروازونه وځنډول چې په ولسي جرګه کې د یاد ولایت استازي عبدالرحمن شهیداني کسانو په بامیانو کې د دغه شرکت مساپر وړونکې الوتکه ناستې ته پرې نه ښوده.
د کام ایر هوايي شرکت عمومي مدیر کپتان صمد عثمان صمدي بيبيسي پښتو ویبپاڼې ته وویل، تر نامعلوم وخته یې بامیان ته خپلې الوتنې ځنډولي دي:
"تر څو چې د هوايي چلند وزارت موږ ته د ورته پېښو د بیا تکرار د مخنیوي ډاډ رانه کړي، موږ بامیان ته خپلې الوتنې نه پیلوو."
د ولسي جرګې عبدالرحمان شهیداني وايي، په ټاکلي وخت هوايي ډګر ته رسېدلی، مګر د ځانګړو مسافرو تالار ته د تللو له امله لږ ځنډېدلی دی.
نوموړی په بامیانو کې د کام ایر الوتکې د ناستې د مخنیوي په اړه بې خبري ښيي.
الوتکه څنګه له ناستې راوګرځول شوه؟
له بامیان ولایته کام ایر شرکت ته په استول شوي راپور کې راغلي: "عبدالرحمن شهیداني، غلام حسین ناصري، احمدضیاء ضیاء او محمد جعفري چې مخکې ورځو کې یې د کام ایر له بامیان څانګې ټکټونه اخیستي وو، د الوت پر وخت الوتکې ته د نه رسېدو له امله له الوتکې پاتې شوي دي."
په راپور کې راغلي، د بامیان د هوايي ډګر نظامي امر حاجي احمد خان او د دغه ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې امر محمد شریف شهیداني د عبدالرحمن شهیداني زوی، د هوايي ډګر کارکوونکي وګواښل چې د عبدالرحمن شهیداني د نه راوړو له امله خلک ستاسو الوتکې ته د ناستې اجازه نه در کوي:
" شېبه وروسته خلک د هوايي ډګر د نظامي امر په اجازه او د محمد شریف شهیداني په همغږۍ، له عمومي دروازې هوايي ډګر ته ننوتل او پر ځغاست لیکه یې تیږي کوټ کړې."
د ښاغلي صمدي په خبره، تېره اونۍ ولسي جرګې ور بللی او د کام ایر په الوتنو کې یې د ځنډ له پېښېدو شکایت ورته کړی خو په خبره یې اوس خپله یو وکیل زموږ د الوتکې ناستې مخه نیولې چې دغه کار د نورو الوتنو د ځنډ سبب شوی دی".
د کام ایر شرکت چارواکو بيبيسي ته وویل، یوازې بامیان ولایت ته یې الوتنې ځنډېدلي او د افغانستان نورو ولایتونو ته یې په پروازونو کې کوم بدلون نه دی راغلی.