کابلیان چېرې مېلو ته ځي؟

    • Author, ځلا سحر
    • دنده, بي بي سي - کابل
  • د خپرېدو وخت

کابل ښاروالي وایي، په دې ښار کې د تفریحي ځایونو ليدو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې. افغان دولت او خصوصي سکتور هم د پارکونو جوړونې ته پام اړولی. په کابل کې د ورځې د زرو په شاوخوا کې ښځې او نارینه په دغو تفریحي ځایونو کې وخت تېروي. مسوولین هڅه کوي چې دغه پارکونه د ښځو لپاره خوندي ځای وي.

د داسې خوشحالۍ غږ چې هر چېرې زړه نه ورته ښه کېږي په ځانګړي ډول د نجونو لپاره. په کابل کې د ځوانانو اوه کسیزه ډله چې پنځه یې نجونې دي بابر بڼ ته د مېلې لپاره راغلي دي.

فلوران احمدزی د میدان وردګو ولایت څخه کابل ته په یوه کاري سفر راغلی، خو وايي په هر حال کې تفریح کوي: "همداسې چې زموږ بدن بعضي ویټامینونو ته ضرورت لري روح مو هم تفریح ته ضرورت لري مجبور یو چې مبارز واوسو او په هیله ژوند وکړو."

بابر بڼ کې له مېلې سره کلتوري پروګرامونه هم کېږي، په ژوندۍ بڼه موسیقي او اتڼ د اونۍ په وروستیو درېیو ورځو کې وي.

د بڼ سیلانیان په ځانګړي ډول کورنۍ خپله خواړه پخوي ځینې یې بیا د دې ځای له هوټلونو پېري. دغه بڼ چې ۵۰۰ کاله مخینه لري د چارواکو په خبره یې په وروستیو لسو کلونو کې بیخي نه دی بند شوی.

ريیس یې احمد شاه وردګ وايي، سږکال دې امنیتي ګواښونو له کبله د دغه بڼ سیلانیانو شمېر دیرش سلنه راټیټ شوی، خو بیا هم سږ کال تر اوسه نژدې یو میلیون کسانو دغه باغ ته د سیل لپاره راغلي دي: "د چهارشنبې په ورځ د تېر کال د شمېرو پر اساس نژدې ۷۰۰۰ کسان دې باغ ته راتلل، طبیعي ده چې نندارچیان مو کم شوي. داسې ارقام هم لرو چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو کې د چهارشنبې په ورځ ۱۱۰۰۰ کسان دلته سيل ته راغلي دي."

بابر بڼ ته نژدې په کابل کې یو بل دولتي تفریحي ځای 'چهلستون' هم شته، خو د چهلستون بڼ په ونو کې یې نښې نه لیدل کېږي.

مني په دې بڼ کې پر کتونکو هم خپل اغېز کړی، چوپه چوپتیا ده، مریم له خپلو ټولګیوالو سره راغلې وايي، پارک ته راتګ مرسته ورسره کوي چې روان امنیتي ګواښونو ترې هېر شي: "نن له خپلو ټولګیوالو سره دې بڼ ته راغلې یم، د دې لپاره چې یوه ښه او نه هېرېدونکی ورځ ولرو. موږ نورې ورځې په کارو بوختې یو."

دغه بڼ نژدې شپږ میاشتې کېږي چې د خلکو د مېلې یا تفریح لپاره پرانیستی دی. یو له تاریخي باغونو دی چې د شاه زمان په وخت کې یانې دوه پېړۍ وړاندې په ۱۷۷۰ میلادي کال کې جوړ شوی دی.

چهلستون بڼ ته د اونۍ درېیو وروستیو ورځو کې د سیلانیانو شمېر ان تر لس زرو کسانو لوړېږي او په عادي ورځو کې یې د سیلانیانو شمېر شپږ سوو ته رسېږي.

په کابل کې له سلو ډېر دولتي پارکونه شته او څه باندې شل یې نوي جوړ شوي، خو ډېر کم داسې ځای پیدا کېږي چې کورنۍ لپاره خوندي وي.

د کابل د ښاروالۍ ویانده نرګس مومند بي بي سي ته وویل، د خلکو لېوالتیا ته په کتو یې نوي پارکونه جوړ کړي: "موږ د کابل په ښار کې ۱۱۲ پارکونه لرو، کابل ښاروالۍ تل هڅه کړې چې د ښار د ښکلا او سمسورتیا لپاره تل هڅاند ووسي. موږ سږکال ۲۱ پارکونه د کابل په بېلابېلو سیمو کې پرانيستل."

په وروسیتیو کلونو کې د دولتي پارکونو د جوړونې ترڅنګ او د سیلانیانو د شمېر له زیاتېدو سره د دې د خصوصي پانګوالو پام هم دې وراړول شوی.

حبیب الله ځاځي پارک د ښار په یوه بله څنډه کې د کابل مرکز په شل کیلومترۍ کې دی.

د پارک مسوولینو په وینا شاوخوا اته نیم میلیونه ډالره پرې لګول شوي دي. د مطبوعاتو او فرهنګي چارو مسوول یې پردېس ځاځی وايي، د دوی دغه سوداګرۍ د کابل له شرایطو سره تړوا لري که هر څومره امنیتي وضعیت سم وي کاروبار یې ښه وي: "هرکله چې کابل په امن کې وي هېواد په امن کې وي زموږ د راتلوونکو مینه والو شمېر زښته ډېر وي چې هر سړی د شپې تر یو یو نیمې بجې پورې وي، حتي موږ په لاسپیکر کې خلکو ته وایو چې کورونو ته لاړ شي چې پارک بندېږي."

د دوشنبې په ورځ دغه پارک د کورنیو لپاره ځانګړې ده.

له نورو سره د دې پارک توپیر دا دی چې د ماشومانو او لویانو ساعتیري لپاره ځانګړي او بېلابېل ټالونه لري. د خوند تر څنګ لګښت هم ورسره دی.

د کابل ډېری اوسېدونکي په ځانګړي ډول هغه ښځې چې کورونو کې دي، د تفریح او مېلو تږي دي. د دغه پارک په یوه څنده کې د ښځو یو بنډار کې سپین سرې علیا له خندا په ډکې خولې وویل: "په کور کې نه کېنو، څه کوو چې په کور کې کېنو، زړه مو تنګېږي چې لږ ساعت مو تېر شي مړې کېږو خو هسې هم، ساعت خو به مو تېر شي. دلته له لمسیانو سره راځم ساعت مو ډېر تېر وي."

.