تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په مسکو کې 'د خوبونو ټاپو'
د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د 'ای لېنډ اف ډریمز (د خوبونو ټاپو)' په نوم یو تفریحي پارک جوړېږي او ویل کیږي دا به یوازې په روسیه کې نه بلکې د نړۍ په کچه یو لوی د ساعت تېرۍ پارک وي.
دا پارک به د امریکا په کالېفورنیا کې د 'ډیزني لنډ پارک' ته په ورته ډیزاین جوړ شي.
د پارک ودانۍ د روسیې د سړې هوا په نظر کې نیولو سره جوړیږي او د له یخې هوا د بچ کېدو لپاره ودانۍ د لویو ښېښه يي ګنبدونو منځ کې جوړیږي.
په دې تفریحي پارک کې د ښیښو دنګې ګنبدې هم شته، په دې کې بیا د یوې ګنبدې پراخوالی ۹۱ زره فوټه دی او لوړوالی یې ۱۱۵ فوټو ته رسېږي.
د اې اېف پي خبري اژانس د راپورونو له مخې دا پروژه د مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین د میلیاردونو ډالرو په لګښت رغوي.
د دې پارک د ودانیو په ښکلا او لرغونتوب کې د کریملین ماڼۍ او لویدیځ ګوتهګ دواړو ودانیو ډیزاینونه کاپي شوي دي.
دا پارک چې په درې لکه مربع ځمکه کې پروت دی د روان کال په پای کې به پرانیستل شي او تمه ده چې کلنۍ به ګڼ سیلانیان هلته ورشي.
که څه هم دا ودانۍ په ښیښه يي ګنبدونو کې رغېدلي خو د دې پارک د مشر امیران متسوف وايي غواړي خلکو ته دا احساس ورکړي چې دوی د پېر او پلور په بازار کې نه بلکې په یو حقیقي ښار کې قدم وهي.
په دې پارک کې، کوڅې، د پلې تګ لارې، هټۍ، هوټلونه، سینما او د کنسرټ یو تالار هم شته.
پارک ته دننه کېده به وړیا وي خو د نورو ساعت تېرۍ د وسایلو د کارولو لپاره به پیسو ته اړتیا وي.
دغه ټول عکسونه د عکاس ملکیت دی.