''د زابل د موټر بم برید پلان کوونکي نیول شوي''

د خپرېدو وخت

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، د زابل پر روغتون د ځانمرګي برید پلان کوونکی کس یې نیولی دی. چاوراکي وايي، دغه کس یې په غزني ولایت کې له اتو نورو کسانو سره یو ځای نیولی دي.

چارواکي وايي چې نیول شویو کې ځانمرګي ته اسانتیا چمتو کوونکي دوه کسان هم شامل دي. د دې کسانو د نومونو او پېژندګلوۍ په تړاو څه نه دي ویل شوي.

دوې ورځې مخکې د زابل مرکز کلات ولایتي روغتون ته څېرمه هغه برید کې ۳۹ کسان ووژل شول او ۱۴۰ نور ټپیان شوي وو. د افغان دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د هغه برید لپاره دریو نیول شویو کسان په غزني کې له باروتو ډک موټر چمتو کړی و.

پېښه کې ژوبل شوي ۶۰ کسان د څنګلوري ولایت کندهار بېلا بېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. په دغه برید کې ولایتي روغتون ته سخت زیان اوښتی او ځايي چارواکي وايي، ودانۍ یې کابو په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

د دغه برید مسوولیت طالبانو منلی او وايي، هدف یې د ملي امنیت سیمه ییزه اداره وه، چې له روغتون سره څنګ پر څنګ ده.

د ولایتي شورا مشر عطاجان حقبیان تېره شپه ناوخته بي بي سي ته وویل، د ولایتي روغتون ودانۍ نړېدو له کبله د سیمې خلک له درملنې هم محروم شوي دي:

''ماخوستن اته بجې د عامې روغتیا ریاست او ولایتي روغتون تایید کړه چې ۱۸۵ ټپیان لرو او پېښه کې ۴۱ کسان شهیدان لرو. ښايي دغه شمېرې تغیر وکړي، ځکه ځینې کورونه په بشپړه توګه نړېدلي دي او د ولایتي روغتون ودانۍ هم په بشپړه توګه ورانه شوې ده. ''

بل لور ته د زابل والي رحمت الله یارمل سیمه کې د بي بي سي خبریال مامون دوراني ته ویلي، دغه برید کې۲۲ کسان وژل شوي او یو سل لس شاوخوا ټپيان دي.

خو د والي ویاند ګل اسلام سیال د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، د پروني موټر بم برید د وژل شویو شمېر ۳۹ او ټپیان د ۱۴۰ شاوخوا دي.

نوموړی وايي، د قومي مشرانو په مرسته یې دا شمېرې را ټولې کړې دي:

"وژل شویو او ټپیانو کې هم ماشومان پکې دي او ښځې هم، د ماشومانو عمر له پنځو کلونو هم کم دی".

خو د د زابل د عامې روغتیا مشر لال محمد توخی وايي، په دغه برید کې ۱۹ وژل شوي او ۹۷ ژوبلېدلي دي. وسلوالو طالبانو د د دې برید مسوولیت منلی او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، برید کې د ملي امنیت ریاست په نښه شوی.

نوموړی وايي، دې برید کې یې ډېرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، خو افغان چارواکي وايي، په برید کې مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده.

د زابل د والي ویاند هم وايي، په وژل شویو کې دوه کسان سرتېري دي چې د رغتون ساتنه یې کوله، نور ټول ولسي وګړي دي.

د دې موټر بم برید له ځایه خپاره شوي انځورونه هم ښيي چې د زابل ولایتي روغتون یو مخ نړېدلی دی.

له برید وروسته د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان بي بي سي ته وویل، چې د برید مړي او ټپیان خصوصي روغتونونو ته وړل شوي دي.

د نوموړي په خبره، د زابل مرکز کې بل حکومتي روغتون نشته چې د خلکو درملنه پکې وشي.

د دې پېښې د ټپیانو درملنې او مړو ته د رسېدو لپاره له کندهار نږدې شل امبولانسونه او د ډاکټرانو یوه ډله سیمې ته لاړه.

د بښنې نړیوالې ادارې غبرګون

د دې برید څو ګړۍ وتلې نه وې چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د بمبار خبره هم پورته شوه.

که څه هم لومړیو کې چارواکو ویل چې داعش وسلوال په نښه شوي، خو بیا ځینې امنیتي سرچینو بي بي سي ته ومله چې په برید کې د ځنغوزو کارګر په نښه شوي چې ۲۰ وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي.

خو د ولایتي شورا یوه غړي ویل چې دې پېښه کې ۳۰ کارګر وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي.

د بښنې نړیواله اداره یوه اعلامیه کې دا پېښې ولسي وګړو ته دردوونکې بې پروايي بولي:

"افغانستان کې یوه بله خونړۍ ورځ، یو ځل بیا دا ولسي وګړي و چې د افغان وسلوالو ډلو افغان حکومت او د امریکا پوځ کې د دوی د ملاتړو تاوتریخوالی یې ولید".

په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې افغانستان کې امریکايي ځواکونه باید پوځي عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره ټول ممکنه ګامونه پورته کړي.