تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغان حکومت او وسله وال د انساني حقونو پر ساتونکو بریدونه کوي"
د بښنې نړیواله اداره وايي، د افغانستان د انساني حقونو ټولنه د حکومت او وسلوالو ډلو له سختېدونکو بریدونو سره مخ ده او د انساني حقونو مدافعان یا ساتونکي او فعالان له وېرولو، ځورولو، ګواښ او تاوتریخوالي سره مخ دي.
دا اداره خپل رپوټ کې زیاتوي، افغانستان چې تېر کال ولسي مرګ ژوبله پکې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او تېره میاشت تېرو دوو کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه، د انساني حقونو مدافغان او فعالان تر ډېره د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له پامه غورځولي دي.
د دغې ادارې په رپوټ کې راغلي، افغان حکومت بیا بیا په دې کې پاتې راغلی چې د انساني حقونو پر فعالانو د بریدونو پلټنه وکړي، ځینې وخت یې ادعاوې جعلي بولي او ان ورته ویلي یې دي چې د خپلې دفاع لپاره وسلې ته لاس کړي.
د انساني حقونو یوې فعالې بي بي سي سره مرکه کې خپله دنده خطرناکه وبلله.
هغې له نومپرته وویل، چې د ورور او پورېندارې مرګ یې د خپلې دندې له امله ده:
"نه په دې هکله څوک نیول شوی او نه د قانون منګولو ته سپارل شوی دی. موږ دې ناامن حالت کې له ډېرو ستونزو سره مخ یو او په سختۍ خپله دنده پرمخ بیایو. ان ځینې وخت یې زموږ د کور مخته ویاله کې د وژل شویو مړي غورځولي چې ما وډاروي، خو زموږ دې حالت ته پام نه کېږي، زه اوس نه پوهېږم چې زموږ راتلونکی به څه وي".
نوموړې وايي، د حکومتي ادارو له خوا هم ځکه له ګواښ سره مخ وي، چې حقیقت روښان نه شي.
"ما خپل رپوټونه ان ملګرو ملتونو ته هم وسپارل، خو په دې برخه کې تراوسه هیڅ ونه شول".
د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال ادارې مرستیال عمر وارېچ وايي، دا افغانستان کې د انساني حقونو فعال ته تر ټولو خطرناک حالت دی:
"نه یوازې جنګي چاپېریال کې دوی فعالیت کوي، بلکې د حکومت او وسلوالو له ګواښونو سره مخ دي. افغان حکومت د دې فعالانو د خوندیتوب، ملاتړ او ورته د درناوي، همدارنګه د دوی پرضد د بریدونو او ګواښونو د پلټنو او د اړوند شکمنو کسانو د پلټنو مسوولیت لري".
د نوموړي په خبره، دې برخه کې د نړیوالې ټولنې رول مهم دی:
"دوی د افغانستان د انساني د فعالانو زړورتیا ته درناوی کړی، خو د لاسته راوړنو په منلو او په سختېدونکی حالت کې یې په ملاتړ کې یې پاتې دي. نړیواله ټولنه باید مخ په وړاندې ګامونه پورته کړي او د افغان انساني حقونو ټولنې بېړنیو اړتیاوې ځواب کړي".
تاوتریخوالی، ګواښل او وژل
د بښنې نړیواله اداره دې رپوټ کې د ۲۰۱۵ کال له اکټوبر تر ۲۰۱۸ اکټوبر پورې پېښو ته کتنه کړې ده.
د ۲۰۱۵ اکټوبر ننګرهار کې د چاودنې له امله د انساني حقونو د خپلواک کمېسون دوه غړي وژل کېدل او دوو ټپي کېدل، خو تراوسه په دې تړاو نه څوک نیول شوی او نه پلټنو کې پرمختګ شوی.
په رپوټ کې کابل او هرات کې هم د انساني حقونو د دوو فعالانو یادونه شوې چې بیا بیا له ویشتلو او یا ډبولو سره مخ شوي دي.
د حکومت ګواښونه
د بښنې نړیواله اداره خپله بیانیه کې وايي، ولسمشر غني د ۲۰۱۶ کال ډیسمبر کې د انساني حقونو د فعالانو او مدافانو د خوندیتوب ژمنه وکړه، خو نه دا چې دا ژمنه پر ځای نه شوه، بلکې حکومت پخپله د دې کسانو د ګواښلو، وېرولو او ځورولو مسوولیت لري.
د بښنې نړیوالې ادارې د ۲۰۱۶ کال د جون د هغې مظاهرې یادونه کړې چې د ولسي مرګ ژوبلې پرضد شوې وه او حکومت یې تیت پرکولو غوښتل.
د دې مظاهرې یوه جوړوونکې ورته ویلي، له ولسمشرۍ دفتر ورته خبرداری ور کړل شو چې مظاهرې ختمه کړه، ځکه د دوی په وینا وسوالې ډلې به برید پر وکړ او دا خبرداری یو ګواښ بولي.