زلمی رسول د محمد اشرف غني په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شو

غني او رسول

د عکس سرچینه، Getty Images/ARG

د خپرېدو وخت

د افغانستان ولسمشرۍ ته یو کاندید زلمي رسول په ټاکنو کې له برخې اخیستو ډډه کړې او د یو بل کاندید محمد اشرف غني او هغه د ټیم ملاتړ اعلان یې کړی دی.

نوموړي د ښاغلي غني د ټاکنیز ټیم په شتون کې یوې خبرې غونډې ته وویل، هیله من دی دغه اتحاد به د افغانستان لپاره د غورو فرصتونو زمینه برابره کړي:

''د اعتدال او برابرۍ ټیم، د افغانانو قضاوت ته درناوی کوي او د بریا په صورت کې به له دولت جوړونکي ټیم سره زموږ د خلکو په خدمت کې وي. ''

په خبري غونډه کې غلام علي وحدت او عبدالجبار تقوا موجود نه وو، چې د کاندید کېدو پر مهال یې نومونه د ښاغلي رسول د مرستیالانو په توګه اعلان شوي وو.

د نوموړي ټاکنیز ټیم یوه غړي په وینا دا دواړه کسان تر اوسه پورې د محمد اشرف غني له ټاکنیز ټیم سره نه دي یو ځای شوي.

کاندیدان
د عکس تشریح، د افغانستان ولسمشر کاندیدان چې له تازه اعلانه وروسته یې زلمی رسول نور برخه نه دی

ښاغلي رسول د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د حبیبې سرابي او ضیا مسعود په مرستیالۍ د کاندید په توګه برخه اخیستې وه.

د هغه کال ټاکنو لومړنیو قسمي پایلو کې ویل شوي وو، چې ښاغلي زلمي رسول له عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني وروسته دريېم ځای خپل کړی و او له نورو کاندیدانو عبد رب الرسول سياف څلورم، قطب الدين هلال پنځم، ګل اغا شيرزی شپږم، داود سلطانزوی اووم او هدایت امين ارسلا اتم ځای، یې د تر لاسه کړو رایو شمېر ډېر و.

زلمی رسول په کال ۱۳۳۲ ل کابل کې زېږېدلی. تر دوکتورا کچې یې زده کړې کړي. نوموړي "ملي یو والی، عدالت، امنیت، سوله، اعتدال او برابري" د خپل ټاکنیز ټیم لپاره د شعار په توګه ټاکلی و.

ښاغلی رسول د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د هوايي چلند وزیر، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او بیا د بهرنیو چارو وزیر و.

افغانستان کې د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۸ نوماندانو خپل نومونه د سیالۍ لپاره ثبت کړي او ټاکل د ټاکنو کمیسیون د نوملړ له مخې را روانو ټاکنو ته چې ټاکل شوې د تلې د میاشتې په شپږمه نیټه تر سره شي ۱۸ کاندیدان ولاړ دي.

د دې ټاکنو په تړاو د خلکو له ګډون نیولې بیا په رڼه ډول د ترسره کیدو او امنیت په اړه بېلابېلې اندیښنې دي.