افغانستان: بېلابېلو بريدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي

پوليس

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د بېلابېلو بريدونو له امله ۱۲ سرتېرې، درې ملکې کسان او څلور طالبان وژل شوي دي.

د دوشنبې پر شپه (۵ اګست) د جوزجان ـ فاریاب په عمومي لاره طالبانو د افغان سرتېرو په یوه پوسته بريد کړی او ۱۱ تنه سرتېري یې وژلي دي.

د جوزجان والي لطف الله عزیزي بي بي سي ته وویل په وژل شویو کې لس یې د ملي امنیت د ځانکړي قطعې ځواکونه او یو هم د ملي اردو عسکر و. ښاغلی عزیزي وایي په دې پېښه پنځه نور افغان سرتېري هم ټپیان شوي دی.

د ښاغلي عزيزي په وينا د افغان ځواکونو پر پوسته د بريد له امله په سیمه کې څلور طالبان هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. بلخوا د شبرغان ښار د روغتون مسولینو هم بي بي سي ته ویلي چې دې روغتون ته د ۱۱ کسانو جسدونه ور وړل شوي دي.

د ده په خبره دغه پیښه د خانقاه ولسوالۍ د شاه‌ مرزا په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو پر مټ تر سره شوې ده. بلخوا طالبانو رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ادعا کړې چې پر امنیتي اډه طالبانو حمله کړې او افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

همدا ډول په يوه بله چاودنه چې د هرات ښار په لوېدېځ د حاجي عباس په سیمه کی شوې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دی.

پوليس وايي چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو چې له امله يې په بازار کې چاودنه وشوه.

پولیس وایي د تلفاتو کچه ښایي لوړه شي.

پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغان ځواکونو پر پوسته د بريد له امله په سیمه کې څلور طالبان هم وژل شوي

بل پلو د بلخ پوليس وايي د دې ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې يوه افسره د وسله والو طالبانو له لوري په ډزو وژل شوې. د بلخ امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه بي بي سي ته وويل دغه افسره د بلخ - دولت اباد د بورياباف په سيمه کې د طالبانو له چېک پواينټ سره مخ شوې، وروسته له هغې چې طالبانو پېژندلې له موټره يې ښکته کړې او وژلې ده.

همدا ډول تېره ورځ د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د پوليسو د لارې امنيت ساتنې په يوه پوسته کې سرتېري پر خپلو ملګرو بريد کړی و او اووه پوليس يې وژلي وو. ځينو سرچينو بيا دغه شمېر ۱۱ تنه ښودلی و.

دغه پېښې په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې د امريکايي او طالب استازو تر منځ د سولې د اتم پړاو خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې دي.