کندهار کې افغان پولیسو پوسته کې خپل ۱۱ ملګري پولیس وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
له کندهاره رسېدلي رپوټونه وايي، په شاولي کوټ ولسوالۍ کې پولیسو د لارې امنیت ساتنې یوه پوسته کې پر خپلو ملګرو برید کړی او ۷ سرتېري یې وژلي دي. ځینو نورو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې په دې برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو ویلي چې برید د دوی نفوذي کس کړی او ۱۴ افغان پولیس یې وژلي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، پېښه د کندهار- ترینکوټ تر منځ د غځېدلې لارې په تور کوتل سیمه کې رامنځته شوې ده.
په داسې حال کې چې ځايي چارواکو د بریدګرو پولیسو د شمېر په تړاو څه نه دي ویلي، د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي، بریدګر پولیس د دوی کس و او په دوو پوستو کي يې ۱۴ سرتېري وژلي دي او ۹ میله وسلې یې له ځان سره طالبانو ته ور وړې دي.
له دې مخکې تېره اونۍ ( جولای ۳۰ مه) په افغانستان کې د ناټو ماموريت وویل، دوه امريکايي پوځیان په کندهار کې وژل شوي او د پوليسو یوې ځايي سرچينې بي بي سي ته ویلي و امریکايي پوځيان په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د يوه افغان پوځي له لوري په ډزو وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په کندهار کې پر پولیسو د ننني برید په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د تېرې جولای میاشتې پر ۱۸ مه وسله والو طالبانو کندهار کې د امنیې قومندانۍ پر ودانۍ برید کړی و.
رسنیو ته په استول شوي یوه پیغام کې د وسله والو طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي ویلي و، برید د دوی ملګرو کړی او ادعا یې کړې وه چې دغه برید کې ګڼ شمېر پولیس وژل شوي دي.
بل لور ته پلازمېنه کابل کې افغان امنیتي چارواکي وايي، د یوه خصوصي ټلویزیون په ګاډي پورې نښتی مقناطیسي بم چاودنې ۲ کسان وژلي او ۳ نور ټپیان دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، د خورشید نومي خصوصي ټلویزیون دغه کاسټر ډوله ګاډي کارکونکي لېږدول چې ورپورې نښتی بم د تایمني پنځم سړک سیمه کې وچاودید چې د موټر چلوونکي او یوه لاروي په ګډون پکې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.


















