د سږ کال د کانکور د ازموينې پایلې اعلان شوې

د لوړو زدکړو وزارت

د عکس سرچینه، MOHE

د عکس تشریح، له شپېته زرو نه به زیات کسان لوړو زکړو او شاوخوا پنځوس زره به نیمه لوړو زدکړو ادارو ته ور وپېژندل شي
د خپرېدو وخت

په سږني کانکور کې احمد راشد د ۳۵۰ نومرو په اخیستو لومړي مقام خپل کړ چې دا په سږني کانکور کې تر ټولو لوړه نومره ده.

راشد د هرات افغان ترک لېسې فارغ شوی. د لوړو زدکړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالا کرزي وويل چې د کانکور سږنۍ ازموینه کې ۱۸۰ زره کسانو نومليکنه کړې وه.

د ښاغلي بالا کرزي په وينا، په دې ډله کې له ۶۱ زره کسانو څخه زیاتو لوړو زدکړو، له ۵۰ زرو څخه ډېرو نیمه عالي پوهنتونونو ته لار پيدا کړې، ۷۷ زره به یې خصوصي پوهنتونونو ته ور وپېژندل شي او له ۱۸۰ زره کسانو څخه یې شل زره بې پاېلې پاتې شوي دي.

د لوړو زدکړو وزارت د کانکور د ملي کومېټې مشر عبدالقدیر خموش بي بي سي ته ویلي و چې په سږني کانکور کې شاوخوا اویا زره نجونو برخه اخېستې وه او پاتې نور یې هلکان و.

خو د تېر کال په ازموینه کې بیا ۴۸۰۰۰ نجونو او ۹۱۶۰۰ تنه نارینه برخه اخيستې وه چې د تېر کال په پرتله سږ کال د نجونو د ګډون زیاتوالی ښیي.

دغه وزارت وايي هغه کسان چې د شپې ښوونځیو نه یې ازموینه ورکړې یا له دیني علومو او یا هم په ځينو نورو برخو کې ازموینه ورکړې، هم په نژدې ورځو کې اعلان شي.

تېر کال د لوړو زدکړو وزارت ویلي و چې ۱۷۵ زره کسانو د کانکور په ازموینه کې برخه اخېستې وه چې له ډلې یې د دولسمو ټولګیو فارغانو له ډلې څه باندې ۱۲۰ زره یې د ژوند مهم پړاو ته لار پېدا کړې وه.

خو په سږنۍ ازموینه کې بیا دغه شمېره لوړه ده.