ورځپاڼې: افغان ځواکونه له دفاعي حالته یرغلیز حالت ته اوښتي

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې وروستیو کې دافغان ځواکونو له خوا له طالبانو د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ د بېرته نیولو په پلمه د افغان ځواکونو له خوا روانو عملیاتو ته کتنه کړې ده.
خواجه عمري ولسوالۍ شاوخوا لس میاشتې وړاندې طالبانو ونیوله. ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې له طالبانو سره د خبرو لړۍ ګړندۍ شوې دغې ډلې خپل بریدونه هم پراخ کړي، خو په مقابل کې افغان ځواکونه چې نوی او ځوان مشرتابه لري پر طالبانو خپل بریدونه پراخ کړي او د دفاعي حالت پر ځای یې یرغلیز حالت غوره کړی.
ورځپاڼه لیکي په دې مشرتابه کې داسې کسان دي چې په امریکا او یا برتانیا کې روزل شوي دي او له فعالیتونو یې امریکایي پوځي چارواکي هم خوښ دي. ورځپاڼه لیکي نوی مشرتابه له نوي نظر سره میدان ته راغلی او ټینګار یې پر دې دی چې افغان ځواکونو ترمنځ باید همغږي زیاته شي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې یو بل نوی بدلون دا دی چې په لرې پرتو سیمو کې پوستې تړل کیږي او پر ځای یې نسبتاً لوی مرکزونه جوړیږي چې وکولی شي په چټکۍ عمل وکړي.
په دې ډله کې د ددفاع وزیر اسدالله خالد هغې خبره راخیستل شوې چې وايي وضعیت کاملاً بدلون موندلی او افغان ځواکونه هغه ځای ته ځي چې هلته پاتې کېدای شي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
سټنډرډ اېنډ سټریپس چې د امریکا د پوځ ورځپاڼه ده په افغانستان کې د سولې په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي د طالبانو په ډله کې یووالی د سولې بهیر له بریالیتوب سره مرسته کوي.
ورځپاڼې د ځینو شنونکو له قوله لیکلي که امریکا غواړي له طالبانو سره د سولې هڅې یوې پایلې ته ورسیږي نو پر ډلګیو د طالبانو د وېشلو څخه دې ډډه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه شنونکي ویلي د امریکا په دفاع وزارت کې هم ددې نظر ملاتړي شته او وايي که طالبانو سره سوله کیږي نو اړتیا نشته چې دا ډله وویشل شي.
د سولې د عالي شورا غړي او پخواني طالب چارواکي ورځپاڼې ته ویلي د طالبانو د ډلې جوړښت داسې دی چې وړې ډلې ترې نه شي جلا کېدای.
نوموړی وايي ښه د اده چې د سولې خبرې د طالبانو د لوړې کچې مشرتابه سره وشي او کله چې د لوړې کچې له مشرانو سره د سولې خبرې وشي نو د منځنۍ کچې طالب مشران به هم د سولې لار خپله کړي.



















