د افغان ملي اردو ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۵ ټپیان دي

ر

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو وړمه شپه هم د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی و.
د خپرېدو وخت

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري منلې چې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۵ ټپیان دي.

نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې وسلوالو طالبانو دا برید تېره شپه کړی دی.

"شاه ولیکوټ کې طالبانو د شپې یوه نیمه بجه پر ګارنېزون برید کړی و، له بده مرغه افغان سرتيرو ته یي مرګ ژوبله اړولې ده".

د ښاغلي وزیري په خبره، دا برید ډېرو وسلوالو کړی و، ځکه دوی ته هم "درنه" مرګ ژوبله اوښتې او "مړي ترې پاتې دي".

وسلوالو طالبانو هم د برید مسوولیت منلی دی.

وړمه شپه هم وسلوالو طالبانو د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو پر څو پوستو بریدونه.

د ځايي چارواکو په خبره،د طالبانو په هغه برید کې درې افغان ځواکونه وژل شوي او ۸ ټپیان شوي دي.

"د کندهار د کمزوري کولو هڅې"

ر

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، چنرال عبدالرزاق د مرکزي حکومت ځینې کړۍ د کندهار په کمزوري کولو تورنوي.

دا بریدونه په داسې مهال دي چې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې ځینې کړۍ له هلمند او روزګان وروسته د دغه ولایت کمزوري کول غواړي.

نوموړي د چا نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې په افغان حکومت کې دا ډول کړۍ دي.

هغه دغه څرګندوني په هغه غونډه کې وکړې، چې له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د سویلي زون د سلګونو ځايي شرانو سره جوړه شوې وه.

جنرال عبدالرزاق د ملي یووالي پر حکومت تور پورې کړ، چې د افغانستان د جنوبي ولایتونو سیاسي او نظامي مشران په یو او بل نوم له ډګر لرې کوي.

هغه پر حکومت تور ولګاوه، چې په واک کې یې د کندهار او ور څېرمه ولایتونو خلکو ته "مناسبه" برخه نه ده ور کړې.

نوموړي ګوت څنډنه وکړه ، چي له مرکزي حکومت څخه په هربیه چي وي خپل حق غواړي .

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کندهار شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان پوځ ګزمه.