د کندهار انګور

د خپرېدو وخت

د کندهار باغ لرونکي وایې، د نورو کلونو په پرتله يې سږ کال د انګور پیداوار ۵۰ سلنه ډېر دي. خو وايي، د وړ بازار د نشتوالي له کبله بیې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره رالوېدلې دي. زموږ همکار مامون دراني له کندهاره د انګورو عکسونه رالېږلي.

انګور
د عکس تشریح، په افغانستان کې د انګورو موسم دی. د کندهار انګور په دغه هېواد کې ډېر مشهور دي او بهرنيو هېوادونو ته هم صادېرېږي.
انګور
د عکس تشریح، د کندهار باغ لرونکي وایې، د نورو کلونو په پرتله يې سږ کال د انګورو پیداوار ۵۰ سلنه ډېر دي
انګور
د عکس تشریح، کندهار کې سوداګر او باغ لرونکي وايي، دغه ميوه د کوکنارو يو ښه بديل هم کېدای شي
انګور
د عکس تشریح، په کندهار کې د انګورو بېلابېل ډولونه شته لکه اوڅار، شونډوخاني، سره کشمش، قلمه، سره لالا، لالا یک دانه، حسیني، ایته او داسې نور
انګور
د عکس تشریح، له شونډوخاني او ایته انګورو څخه کشمش یا ممیز هم جوړېږې
انګور
د عکس تشریح، د کندهار دامان، ژړۍ، پنجوایي، معروف، شاولیکوټ، ‌‌‌‌‌‌ډنډ او ارغستان له ولسوالیو ډېر انګور ترلاسه کېږي
انګور
د عکس تشریح، د کندهار د سوداګرۍ خوني مشر نصر الله زهیر وایې، د کندهار د پیداوار لپاره بازار شته خو د رسولو لپاره لار او امکانات نشته.
انګور
د عکس تشریح، په کندهار ولايت کې په زرګونو خلک د انګورو د راټولو په کار بوخت دي
انګور
د عکس تشریح، له کندهاره هر کال د نژدې د ۷۰ ميليون ډالرو په ارزښت وچه او لنده مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي، چې لویه برخه یې انګور او انار دي
انګور
د عکس تشریح، زموږ خبريال مامون درانی کندهار کې د انګورو باغونو ليدو ته ورغلی و
انګور
د عکس تشریح، انګور او انار د کندهار له مشهورو مېوو څخه ګڼل کېږي
انګور
د عکس تشریح، يو شمېر سوداګر وايي، د وړ بازار د نشتوالي له کبله یې ټوله تکیه د پاکستان پر بازارونو ده
انګور
د عکس تشریح، تمه کېږي، چې له کندهاره د څه باندي لس ميليونو ډالرو په ارزښت له ٤٠ زره ټنه ډېر انګور بهرنيو هېوادونو ته صادر شي.
انګور
د عکس تشریح، د انګورو باغ لرونکي وايي، د وړ بازار د نشتوالي له کبله بیې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره رالوېدلې دي
انګور
د عکس تشریح، باغ لرونکي وایي، د نړیوالو بازارونو په تمه یې په خپلو باغونو درانه لګښتونه کړي، خو د دوي په خبره اوس یې له مجبورۍ، د پاکستان بازارونو ته د لیلام لپاره وړاندې کوي.