طالبانو د کندهار میوند ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو برید کړی

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان په کندهار کې ځايي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو پر څو پوستو بریدونه کړي دي.
د والي ویاند صمیم خپلواک بي بي سي ته وویل، چې د طالبانو په دې برید کې درې افغان ځواکونه وژل شوي او ۸ ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، په ځوابي برید کې طالبانو ته هم "ډېره" مرګ ژوبله اوښتې.
له بلې خوا په کندوز کې افغان چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو د دغه ولایت په مرکزي ښار توغندیز برید کړی دی.
د پولیسو د ۸۰۸ زون ویاند محفوظ الله اکبري بي بي سي ته وویل، چې طالبانو کندوز ته د هوا شپږ ګولۍ توغولې دی.
د نوموړي په خبره، په دغه برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی او ۹ ټپیان دي.
په دغه برید کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدلو امکان شته.
تېره جمعه په لوګر کې هم د ولسي وګړو په موټر پسې چاودنه شوه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان ووژل ول.
دا په داسې مهال ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره په وروستي رپوټ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پر بیا زیاتېدلو اندېښنه ښيي.
دوی له ښکېلو اړخونو غواړي چې د جګړې په ډګر کې د ولسي وګړو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.



















