د عالیه پر لبسرین د رنبیر اعتراض؛ "نجونې باید اجازه ولري چې څه غواړي هغه وکړي"

د عکس سرچینه، Getty Images
"هغه تل راته وايي، خپل لبسرین پاک کړه، لېرې یې کړه، زه یې پاکوم."
دا د بالیووډ د وتلې ستورې عالیه بټ خبرې دي، چې د لبسرین پاکولو پر مهال یې د خپل مېړه رنبیر کپور په اړه کړي. هغه وايي لبسرین یې نه دی خوښ.
"زما مېړه او تر هغه دمخه، هغه وخت چې زما ملګری و، تل به چې د عکس پر مهال زما لبسرین ښکارېده نو راته ویل یې پاک یې کړه، ما هم پاکاوه."
د عالیه بټ دا ویډیو چې له خپلو شونډو رنګ لېري کوي، پر خواله رسنیو هم ډېره لاس په لاس شوه.
عامه خبره دا ده چې هر مېړه خوښوي، ښځه یې ښکلې او سینګار شوې وي، خو عالیه بټ په ډاګه کړه چې باید خپل مېړه رنبیر کپور سره بهر ته د تلو پر مهال خپل لبسرین پاک کړي ځکه چې هغه سینګار(میکپ) نه خوښوي.
پر خواله رسنیو د هغې د ویډیو له خپرېدو وروسته ګڼو کسانو پر دې تبصره کړې، ایا سړي کولای شي له خپلو ښځو وغواړي چې باید سینګار ونه کړي؟
د عالیې دا ویډیو پر ټوېټر او انسټاګرام د خلکو پام ځان ته ور اړولی او ډېرو کاروونکو پر رنبیر کپور نیوکې کړې دي.
یوه کاروونکي په دې اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي "نجونو ته اجازه ورکړئ چې څه یې زړه غواړي هغه وکړي."
یوه بل کاروونکي له عالیه سره د خواخوږۍ څرګندولو او هغې ته د مشورې په بڼه د رنبیر د وېښتو درملنې ته اشاره کړې او لیکلي یې دي :"رنبیر کپور ته ووایه چې پر خپل سر دا لګولي ویښتان هم لېري کړي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د عالیه او رنبیر تر منځ د اړیکې په اړه هم پوښتنې کړي دي.
یوه کاروونکي لیکلي:"ایا د هغې پام نه دی چې کله کومه مرکه کوي نو خپله اړیکه خورا عجیبه ښکاروي؟"
که څه هم پر خواله رسنیو یو شمېر کسانو له عالیه سره خواخوږي څرګنده کړې او د هغه پر مېړه یې نیوکې کړي، خو ځینو بیا دا د ښځې او مېړه تر منځ موضوع یاده کړې او نورو ته یې مشوره ورکړې چې ځانونه ترې لېرې وساتي.
تحریم عظیم لیکلي:"رنبیر مې نه خوښېږي خو ایا تاسې دلته ډېر غصه نه یاست؟"
هغې زیاته کړې:"داسې سړي هم شته چې نه خوښوي ښځې یې سینګار وکړي، کټ مټ لکه څنګه چې ډېرې ښځې غواړي سړي یې ځینې کارونه وکړي یا یې و نه کړي، نو خلک خامخا په اړیکو کې د یو بل لپاره ډېر څه کوي."
څو نورو ښځو هم ویلي، که مېړه یې داسې کوم څه ورته ووايي نو غوره ګڼي چې ترې بېلې شي.
یو شمېر کاروونکو پر ټوېټر لیکلي، د ښځې او مېړه تر منځ اړیکه کې ځینې خوښوي چې خبره یې ومنل شي او ځینې بیا خوښوي چې خبره ومني او اطاعت وکړي.
یوه کاروونکي لیکلي: "عالیه ځان د یوې ښې او فرمانبردارې ښځې په توګه پېژندلې، دا یې خپل انتخاب دی او خپله اړیکه یې ده، سره خوشاله دي. نو مونږ څوک یوو چې تر منځ یې قضاوت کوو."
د عالیې د واده سپینې ساړۍ هم خلک حیران کړي وو

د عکس سرچینه، HYPE PR CREDI
د عالیه بټ د مېکپ په اړه دا بحثونه نوي نه دي، له دې مخکې یې د واده په مراسمو کې د سپینې ساړۍ اغوستلو هم خلک حیران کړي وو.
د ۲۰۲۲ کال اپریل میاشت کې د بالیووډ ادا کارې عالیه بټ او رنبیر کپور د واده په عکسونو کې د هند د دودیزو جامو پر ځای ډېرې ساده او سپین رنګه جامې اغوستې وې او ویښته یې په ساده سټایل جوړ کړی وو.
د هغې عسکونو مینه وال ناخوښ کړي وو او پر خواله رسنیو یې بحثونه راپارولي وو.
خو هغه مهال هم سره له دې چې ځینو کسانو د عالیه د ساده سینګار په لیدو ناخوښ و خو ګنو بیا خوښ کړی وو او ستاینه یې کوله.


















