د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې راپور د "ځینو خبرو" هر کلی کړی

افغانستان

د عکس سرچینه، MOFA.AF

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، امنیت شورا ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د ځینو څرګندونو هرکلی کوي. خو د هغو څرګندونو په اړه پټه خوله پاتي شوي چې ویلي و، د طالبانو د حکومت کړنې او پر ښځو یې بندیزونه د کورني او نړیوال مشروعیت مخه نېولې.

د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي "موږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د سرمنشي خاص استازې لخوا د اعلامیې د ځینو برخو هرکلی کوو چې په افغانستان کې مثبت بدلونونه باندې اعتراف کړی، لکه په نشه یي توکو اغېزمن بندیز، لوی اقتصادي ثبات، فساد نه شتون، په ځینو برخو کي د نجونو زده کړو ته لاسرسی، په منظمه توګه د عوایدو راټولول، د معاشونو ورکول، په امنیت کې د پام وړ ښه والی او د داعش پر وړاندې کوټلي هڅې."

په اعلامیې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې وروستیو څرکندونو او د بندیزونو کمېټې د څار ډلې او د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د راپورونو پرتله شوې.

طالبانو په خبرپاڼه کې ادعا کړې چې مخکېنی راپور د اوسني هغه برعکس و. "هغه راپور له غلطیو ډک او د ځینو لوبغاړو سیاسي اجنډا منعکس کولو لپاره تیار شوي وو."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا د امنيت شورا غونډې ته په خپل راپور کې ویلي، "طالبان د ملګرو ملتونو او د هغې د غړو هېوادونو له خوا د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي خو په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په منشور کې د راغلو مهمو ارزښتونو څخه سړغړونه کوي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

اغلې اوتونبایوا دا هم ویلي و، دوی طالب چارواکو ته دا پيغام رسولی چې په "ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې محدوديتونه دا ناشونې کوي چې د دوی حکومت د نړيوالې ټولنې د غړو له خوا په رسميت وپېژندل شي."

د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو او نورو محدودیتونو په یادولو سره اغلې اوتونبايوا وویل، دغه محدودیتونه په اقتصادي، ټولنیز او عامه ژوند کې د ښځو ونډه محدودوي. له طالب چارواکو يې وغوښتل چې دا بنديزونه لېرې کړي چې ملګري ملتونه وکولی شي د افغانستان له خلکو سره خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وايي حکومت یې "هغو نړیوالو نورمونو او مکلفیتونو ته ژمن دی چې د اسلامي شریعت له اصولو او د افغانستان له کولتوري معیارونو سره په ټکر کې نه وي او یا زموږ ملي ګټې زیانمنې نه کړي."

ځینې په دې باور دي چې د طالبانو حکومت "د کولتور او اسلامي شریعت" په بهانه خپل فکر پر ټولنې تحمیلوي. د بشري حقونو ډلې بیا ټینګار کوي، چې طالبانو د افغانستان د نیمايي وګړي یانې ښځې له ټولنیز ژونده محرومې کړې دي او د ښځو د کار او زدکړ پرضد د ځپونکو تګلارو د ژر لېرې کېدو غوښتونکي دي.