د ایران د اټومي انرژۍ اداره: په نطنز کې د څار هېڅ کمره نه ده نصب شوې

فعالیت‌های هسته‌ای ایران

د عکس سرچینه، IRNA

د خپرېدو وخت

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان وايي، په نطنز کې د څار هېڅ کمره نه ده نصب شوې او د یاد سازمان ویاند په یوه مرکه کې د "اصفهان" تاسیساتو پر ځای سهوا "نطنز" یاد کړی دی.

ایران پر اټومي فعالیتونو له نړیوالو نیوکو وروسته، دغه هېواد تېر کال د څارنې د نړیوال سازمان نظارتي تجهیزات بند کړل او د څارنې کمرې یې په ټپه ودرولې.

ایراني خبري سرچینو د دې هېواد د اټومي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندي له خولې په دې وروستیو کې لیکلي و:

"له سازمان سره د شوې هوکړې له مخې شاوخوا لس کمرې په نطنز کې او یو شمېر کمرې په اصفهان کې فعالې شوې دي."

همدارنګه په وروستیو اوونیو کې د ایران او امریکا تر منځ د "نا رسمي" خبرو خپریدو سره هممهاله دا خبرونه هم خپاره شول چې د ایران او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ترمنځ د اختلافاتو حل کولو هڅې روانې دي.

نطنز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انځور له ارشیفه

ښاغلي کمالوندي ویلي و: "د ایران په اړونده ځایو کې د اټومي انرژي اژانس د بندو شویو کمرو دریمه برخه بیا فعاله شوې ده."

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان بیا وايي، د څار کمرې به یوازې په اصفهان کې "فعالې" او بیا نصب شي.

یاد سازمان وايي، اصلا هېڅ ډول د ثبت کمرې نطنز کې د یورانیمو د بډاینې په مرکز کې فعالې نه دي.

د ایران د اټومي انرژي سازمان وايي، په اصفهان کې چې کامرې فعالېږي، د سانتریفوژ تولید مرکز دی.

دا مرکز په کرج کې، په ۱۴۰۰ کال کې د اسرائیلو د بې پیلوټو کوچنیو الوتکو لخوا زیانمن شوی و.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي مدیر رافایل ګروسي په دې وروستیو کې د یاد اژانس شورا ته راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو، جرمني، بریتانیا او فرانسې استازي اندېښمن دي.

ایران
د عکس تشریح، انځور له ارشیفه

نوموړي په خپل راپور کې ویلي، د ایران د غني شویو یورانیمو په زېرمو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی او ایران تر اوسه په اباده کې د ازمويښتي چاودنې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

خو ایران دې شورا کې وویل، چې هېواد یې نا اعلان شوي اتومي فعالتونه نه لري.

درې اټومي ځایونه چې نړیوال اژانس یاد کړي، د تهران په سویلي سیمو ورامین، آباده و تورقوزآباد کې دي.

یاد اژانس وايي، چې په دغو ځایونو کې د یورانیمو د موندلو په اړه یې یوازې د اباده مرکز اړوند ځوابونه تر لاسه کړي دي، چې دمګړۍ یې ارزوي خو ایران لا هم د ورامین او تورقوزاباد په اړه ځواب نه دی ورکړی.

.