ایران په سعودي عرب کې خپل سفارت رسماً پرانیست

د عکس سرچینه، Getty Images
ایران په سعودي عرب کې رسماً خپل سفارت پرانیست. دا پرمختګ د دواړو هېوادونو تر منځ د خپلمنځي اړیکو بیا پیلولو له هوکړې وروسته رامنځته شوی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر ناصر کنعاني نن ګهیځ خبریالانو ته وویل، سبا او بل سبا په ریاض او جده ښارونو کې د ایران سفارت او کونسلګرۍ پرانیستل شي.
ایران په داسې حال کې په سعودي عرب کې سفارت پرانیزي، چې دې هېواد ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر د درې ورځني سفر هم لومړنۍ ورځ وه.
بل لور د ایراني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د مسقط پلازمېنه عمان کې د ایران سفیر د سعودي عرب، کویت او عراق د سفیرانو کوربه و.
د یادونې ده، چې عمان په تېر کې د ایران او سیمې د هغو هېوادونو تر منځ، چې له ایران سره یې رقابت درلود، د منځګړي رول درلود.
په داسې حال کې چې ایران په سعودي عرب کې خپل سفارت پرانیزي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه درې ورځني سفر د سعودي عرب جدې ښار ته روان شوی.
سعودي ته د انتوني بلېنکن سفر
سعودي ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر سفر په نړیوالو رسنیو کې پراخ انعکاس موندلی او له دې ډلې د فرانسې خبري اژانس په خپل رپوټ کې کاږي، ښاغلی بلېنکن داسې مهال سعودي عرب ته ځي، چې په منځني ختیځ کې نوي ائیتلافونه او اتحادونه د تغیر او تبدیل له پړاوه تېرېږي.
باور کېږي، چې نوموړی به له سعودي چارواکو سره د ایران، تېلو بیو او په سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ پر موضوعاتو خبرې وکړي. داسې احتمال هم څرګندېږي چې ښايي په دې لیدنو کې د سعودي عرب او اسرايئل تر منځ د اړیکو عادي کېدو په هکله هم خبرې وشي.
د دې خبري اژانس رپوټ د سعودي عرب او ایران تر منځ چې د سیمې دوه رقیب قوتونه بلل کېدل، د چین په منځګړیتوب د اړیکو عادي کېدل د منځني ختیځ د تازه بدلونونو د اوج ټکی بولي.
په یمن کې سعودي عرب د حکومت ملاتړو ځواکونو پلویتوب کوي، خو ایران بیا هغه تورونه رد کړي چې وايي، په یمن کې یې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکړې. حوثي یاغیان نه یوازې د یمن حکومت پر ضد جګړه کوي، بلکې د سعودي عرب د تېلو پر تاسیساتو یې هم ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.
سعودي عرب مخکې پر ایران تورونه پورې کړي، چې په عراق او لبنان کې د شیعه ملېشو ملاتړ کوي، چې په دې دواړو هېوادونو کې پراخ نفوذ لري. پر دغو ملېشو تورونه دي، چې په خلیج کې د نفتو پر لږېدونکو بېړیو یې بریدونه کړي او دغه راز یې په ۲۰۱۹ کال کې د سعودي عرب تېلو پر تاسیساتو توغندیز، ډرون بریدونه کړي.
ایران بیا د تېلو پر تاسیساتو او بارچالاني بېړیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.




















