عربي هېوادونه سره غونډه شوي چې سوریه خپلې ټولنې ته یو ځل بیا ورګډه کړي

د خپرېدو وخت

د نهو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن (جمعه د اپریل ۱۴) د سعودي عربستان په جده ښار کې سره ورټول شوي چې سوریه یو ځل بیا له عربي ټولنې سره وتړي.

دوی یاده غونډه کې په دې خبرې کوي، چې سوریه په عرب لیګ (عربي ټولنه) کې د غړې په توګه یو ځل بیا ومني.

د عربستان په غوښتنه د عرب خلیج د همکارۍ شورا شپږ غړي هېوادونه بحرین، کویت، عمان، قطر، سعودي، متحده عربي امارات له مصر، عراق او اردن سره په ګډه یاده غونډه کې برخه اخیستي.

په ۲۰۱۱ کال کې د بشار الاسد حکومت له خوا د لاریون کوونکو ځپلو په غبرګون کې عرب لیګ خپل همدې نړیوال سازمان کې یې د سوریې غړیتوب وځنډاوه.

بشارالاسد د سوریې په دولس کلنه جګړه کې د ایران او روسیې ملاتړ درلود خو د منځني ختیځ د ګڼو عربي هېوادونو له خوا په شا وتمبول شو.

په دې کورنۍ جګړه کې تر نیم میلیون ډېر کسان ووژل شول او د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

د کړکېچ د کمولو وروستۍ لویه نښه دا ده، چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۱۲) جدې ته لاړ.

دا د جګړې له پیل راهیسې سعودي عربستان ته د سوریې د یوه لوړ پوړي چارواکي لومړی سفر دی.

دواړو هېوادونو سعودي عربستان او سوریې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوی د دمشق ډیپلوماټیکې انزوا پای ته رسولو لپاره د ضروري ګامونو اخیستو په تړاو خبرې کړې دي.

بلخوا تېره میاشت ریاض له اوو کلونو وروسته له ایران سره د اړیکو د بیا پیلولو په اړه یوې مهمې موافقې ته ورسېد.

په ورته وخت کې د سوریې او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا پیلولو لپاره هم خبرې اترې پیل شوې.

د کارپوهانو په اند عربي ټولنې ته د سوریې د ورستنېدو اړوند هر ډول پرمختګ به د لوېډېځوالو له مخالفت سره مخامخ شي.