د سوریې ولسمشر بشار الاسد په یوه تاریخي سفر متحده عربي اماراتو ته تللی

د خپرېدو وخت

په سوریه کې ۱۱ کاله مخکې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته د دغه هېواد ولسمشر بشار الاسد لومړی ځل د یوه عربي هېواد په سفر تللی.

ښاغلي اسد د جمعې پر ورځ متحده عربي اماراتو ته له رسېدو وروسته له یو شمېر بانفوذه او ناندریزو مشرانو سره لیدلي، چې له سوریې سره یې بیا د اړیکو ټینګولو اشارې څرګندې کړې دي.

دې سره د عربي ګاونډیانو او ښاغلي اسد تر منځ د اړیکو تودېدو اشارې هم څرګندېږي، چې مخکې یې ګوښی کړی و. امریکا متحدو ایالتونو بیا پر دې سفر نیوکې کړې او په وینا یې ''سخت ناهیلي '' شوي دي.

بشار الاسد د دوبۍ له میلیاردر واکمن شیخ محمد المکتوم سره لیدلي، چې دا وروستیو کې په یو شمېر ناندریزو مسایلو کې ښکېل پاتې شوی.

د ده له ۲۵ اولادونو یوې لطیفه مخکې ویلي و، ۲۰۱۸ کال کې له دبۍ د تېښتې هڅې له کبله یرغمل ساتل شوې وه او ژوند یې له خطر سره مخامخ وو.

د تېر کال وروستیو کې بیا نوموړي له خپلې شپږمې مېرمن شهزادۍ حیا بن الحسن سره د پنځه سوه میلیونه ډالرو یوه طلاق جوړجاړي ته ورسېد.

نوموړې په ۲۰۱۹ کال کې بریتانیا ته وتښتېده او د محکمې اسنادو له مخې له ګواښونو او ټیلیفون هک کېدو وروسته یې د ځان امنیت لړ کې پریمانه لګښتونه وګالل.

ښاغلي اسد د متحده عربي اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره د لیدو لپاره پلازمېنې ابوظبۍ ته هم سفر کړی.

د متحده عرب اماراتو دولتي خبري شبکو په رپوټونو کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې ''سوریه د عربي هېوادونو امنیت یوه مهمه ستنه ده او متحده عربي امارات ورسره د اړیکو پیاوړي کولو ته لېوال دي. ''

په رپوټونو کې ویل شوي، دواړه مشران په دې وغږېدل چې متحده عرب امارات څنګه کولای شي، له سوریې سره سیاسي او بشري ملاتړ ډېر کړي او باید د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه، ورکړه ډېره شي.

بشارالاسد د مانچسټر سټي فوټبال کلب له څښتن شیخ منصور بن زاید ال نهیان سره په ګډو تصویرونو کې هم لیدل شوی.