سوریه کې د امریکا او ایران کړکېچ؛ ۱۹ ایران پلوه وسله وال وژل شوي

د خپرېدو وخت

د سوریې د بشري حقونو څار سازمان وايي، دغه هېواد کې د امریکايي‌ ځواکونو هوايي برید کې د وژل شویو ایران پلوه ملېشې شمېر ۱۹ ته لوړ شوی دی.

بلخوا دې ملیشې هم د جمعې پر ورځ نور راکټي بریدونه کړي دي.‌

د امریکا پوځي مرکزي قوماندانۍ "سېنټکام" ویلي، چې د دوی تر هوايي برید وروسته د سوریې شمال ختیځ‌ کې د امریکا او متحدانو د اډې پر لور ۱۰ توغندي وتوغول شول.

سوریه کې د امریکا او ایران وروستۍ کړکېچ تر هغې وروسته پیل شو چې واشنګټن وویل چې یوه ایراني ډرون د دوی پر ځواکونو برید کړی.

د امریکايي‌ ځواکونو په وینا دغه برید کې د دوی یو قراردادي وژل شوی.

د سوریې د بشري حقونو څار سازمان وايي، د امریکا برید کې له وژل شویو وسله والو ۱۱ سوري وګړي دي او د پاتې اتو هویت نه دی په ډاګه شوی.

پیل کې د امریکا برید کې د وژل شویو وسله والو شمېر ۱۴ تنه ښودل شوی و.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تر دغه برید وروسته ویلي و هېواد یې "ایران سره جګړه نه غواړي، خو چمتو دی چې د خپلو وګړو خوندیتوب لپاره ځواک وکاروي."

امریکايي چارواکي وايي، له هغه ډرون برید څو ساعته وروسته چې د دوی په وینا (ایرانی و) د پنجشنبې پر شپه هوايي بریدونه شوي دي.

د سوریې په ختیځ کې له دې مخکې هم پر امریکايي مرکزونو بریدونه شوي، چې امریکايي ځواکونو یې په ځواب کې هوايي بمبارۍ کړې دي.

امریکا متحدو ایالتونو ځواکونو تېره اګست میاشت کې پر دوی له راکټي بریدونو وروسته د سوریې په ختیځ کې یو شمېر هدفونه په نښه کړل، چې د دوی په وینا د ایران اسلامي انقلاب ګارد (ای ار جي سي) ځواک اړوند وو.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وايي: ''د سې شنبې شپې بریدونه په سوریه کې پر ایتلافي ځواکونو له ای ار جي سي سره د تړاو لرونکو ډلو له (ډرون) بریدونو وروسته د ولسمشر جو بایډن په امر تر سره شوي دي. ''

بل لور د امریکا ولسمشر جو بایډن چې دا مهال د یوه کاري سفر لړ کې کاناډا کې دی وايي، دی اوټاوا ته پر لار و، چې د پنجشنبې پر مازدیګر د امریکايي قراردادي وژل کېدو په هکله معلومات ورکړل شول.

د امریکا دفاع وزارت مسوولین وايي، د سوریې حسکه سیمه کې د ائیتلافي ځواکونو وسایلو او وسایطو د ترمیم پر یوه مرکز د ډرون برید له کبله د یوه قراردادي وژل کېدو تر څنګ پنځه امریکايي پوځیان او یو بل قراردادي ټپيان شوي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو څار یوه ډله چې مرکز یې په بریتانیا کې دی وايي، د امریکايي هوايي بریدونو له کبله د سوریې په دیرالزور کې شپږ، په بوکمال کې شپږ او په میادین دښته کې دوه ایران پلوه وسله وال وژل شوي دي.

ایران تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د سوریې په سویل او ختیځ کې نژدې ۹۰۰ امریکايي ځواکونه د داعش پر ضد د نړیوال ائیتلاف یوې برخې په توګه د سوریې حکومت له اجازې پرته فعال دي.