تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپا ته د کډوالو کړکېچ: ایټالیا په کښتیو کې د ۱۲۰۰ کسانو د ژغورلو هڅې روانې کړي
د ایټالیا ساحل ساتونکو د سیسلي په سواحلو کې د هغو ۱۲۰۰ کډوالو د ژغورنې عملیات پیل کړي کړي، چې په کښتیو کې سپاره دي.
دغه کسان شاوخوا ۸۰۰ په یوه او لږ تر لږه ۴۰۰ په بله کښتۍ کې سپاره دي.
د دغه هېواد ساحل ساتونکو د تېرې جمعې ورځې راهیسې په نورو عملیاتو کې شاخوا دوه زره کډوال ژغورلي.
د جرمني یو غیر دولتي سازمان ویلي، د اوونۍ پای کې د دغو کښتیو له سپارو کسانو لږ تر لږه دوه مړه شوي او شل نور ورک دي.
سره له دې چې د ایټالیا ښي اړخي ایتلافي حکومت له خوا د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي هڅې روانې دي، خو دغه هېواد ته د کډوالو راتګ د تېر کال ورته مودې پرتله خورا زیات شوی.
د ناورین پر مهال د کډوالو لپاره د غیر رسمي تلیفون کرښو د خبرداري په وینا، دغه کښتۍ چې شاوخوا ۴۰۰ کسان پکې سپاره وو داسی ګومان کیږي، چی د لیبیا له توبروک روانه شوې وه او د دوشنبی ورځی تر مازیګره ورته هېڅ ډول مرسته نه وه رسېدلې.
دغه اداره وايي، د تېرې یکشنبې پر ورځ یی د ایټالیا،یونان او مالتا چارواکي له بېړني خطره خبر کړي دي.
د (سي واچ انټرنشنل) په نامه د جرمني یو غیر دولتي سازمان ویلي چې، د کډوالو یوی کښتۍ ته نږدې دوو سوداګریزو کښتیو ته ویل شوي، تر هغې چې کښتۍ د مالتا په اوبو کې وي د مالتا له خوا د ژغورنې په هڅو کې مرسته و نه کړي، او پر ځای یې یوه کښتۍ پرېښودل شوې وه چې تېل او اوبه ور ورسوي.
د مالتا حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ایټالیا ساحلي ساتونکو ویلي د سیراکوز په سویل ختیځ کې په یوه بله کښتۍ کې هم د ۸۰۰ کسانو د ژغورنې عملیات روان دي خو کښتۍ کې د ګڼې ګوڼې له امله عملیات پیچلي شوي دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې کښتۍ له کومه ځایه روانه شوې وه.
د روان کال فبرورۍ په وروستیو کې هم د کډوالو یوه کښتۍ چې له ترکیې ایټالیا ته روانه وه ډوبه شوه چې د یو شمېر افغانانو په ګډون پکې له سلو ډېر کسان ووژل شول.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي و چې د ایټالیا په سویلي ساحل کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي چې د ایټالیا په سویلي ساحل کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان مړه شوي چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم وو.