تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایټالیا کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له امله تر سلو ډېرو کسانو د وژل کېدو وېره شته؛ "۷۲ په کې افغانان" دي
وېره ده چې د ايټاليا په سویلي سمندرګي کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د ماشومانو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر له سلو واوړي.
په ایټالیا کې د افغانانو ټولنه وايي د هغې کښتې د ډوبېدو په پېښه کې چې له ترکیې ایټالیا ته روانه وه تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون د "۷۲ افغانانو مړي" موندل شوي. خو د ایټالیا د حکومت لخوا د دغو شمېرو په اړه چې د افغانانو ټولنه یې یادوي څه نه دي ویل شوي.
د افغانانو د ټولنې مشر اختیار ګل مشرقیوال له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، چې لسګونه نور افغانان لادرکه دي.
بل پلو د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم اندېښنه ښوولې چې کېدای شي په مړو شویو کسانو کې له شلو ډېر پاکستانیان هم شامل وي. ویل کېږي چې په دې کښتۍ کې، افغانان، پاکستان، ایرانیان او سومالیایان سپارو وو.
تر دې دمه د لږ تر لږه ۶۲ کډوالو د وژل کېدو پخلی شوی دی.
رپوټونه وايي، په قربانیانو کې د یوه نوي زیږیدلي ماشوم په ګډون ۱۲ نور ماشومان هم شامل دي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتئو پیانتدوسي چې د پېښې ځای ته ورغلی ویلي، ښايي تر ۳۰ نور کسان نادرکه وي.
د دغې کښتۍ د سپرلیو مړي د کلابریا په نامه یوې سیمې له ساحله راټول شوي دي.
د ایټالیا ساحلي ګارډ ویلي، په کښتۍ کې ۸۰ کسان سپاره ژوندي دي، چې "په هغوی کې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې له ډوبېدو وروسته یې ځانونه ساحل غاړې ته رسولي دي."
د دغې کښتۍ د سپرلۍ کره شمېر لا نه دی مالوم خو رپوټونه وايي، چې څو ورځې وړاندې له ترکیې راروانه شوې وه.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان د ژوندي پاتې شویو د وضعیت په اړه ویلي "دوی سخت زیانمن شوي" او "ځیني ماشومانو خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې."
په دغو کسانو کې یو ۱۶ کلن افغان هم دی چې د خپلې ۱۸ کلنې خور مړی یې د ساحل پر غاړه موندلی، وايي اوس دومره توان نه لري چې خپل مور او پلار خبر کړي.
یو بل ۴۳ کلن افغان هم له خپل ۱۴ کلن زوی سره ژوندی پاتې شوی خو مېرمن او درې نور ماشومان چې عمرونه یې ۱۳، ۹ او د ۵ کالونو وو مړه شوي دي.
ژغورونکو اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې په دغه لرګینه کښتۍ کې "له ۲۰۰ ډېر کسان" سپاره وو چې، که دا شمېر کره وي نو مانا دا چې تر ۶۰ ډېر کسان لا هم ورک دي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې ویلي، د دغو کډوالو له ډلې ډیر یې هغه کسان وو چې د ژوند له سختو شرایطو یې پښې سپکې کړي او غوښتل یې اروپا ته واوړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه پېښه "د ژورې اندېښنې وړ او خواشینوونکې" بللې، دا څرګندونې یې هغو رپوټونو ته په اشارې کړي چې په وژل شویو کې پاکستاني وګړي هم شامل دي.
ښاغلي شریف د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې "د یادې پېښې ژر تر ژره پلټنه دې وکړي."
رپوټونه وايي، دغې کښتۍ د توپاني هوا له امله ډبرو سره لګېدلې او ډوبه شوې ده.
له یادې پېښې وروسته پر وچه او سمندر کې د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پیل شوي دي.
ژغورل شوي کسان د سره صلیب د کارکوونکو تر څار او پاملرنې لاندې دي، په کمپلو کې رانغاړل شوي او ځینې یې روغتون ته بیول شوي دي.
د کروتون ښاروال انتونیو سراسو رای نیوز ته ویلي: "مونږ له دې وړاندې هم د کښتیو د راتلو شاهدان و خو دا ډول غمجنه پېښه کله نه وه شوې."
د ایټالیا سرحدي پولیس وايي، د کډوالو د قاچاق په تور یې یو تن ژوندی نیولی دی.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني چې تېر کال یې د کډوالو د راتګ د مخنیوي ژمنه کړې وه په دغه پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او قاچاقبران یې د کډوالو د مړینې اصلي لاملین یاد کړي دي.
د آغلې میلوني ښي اړخي حکومت ژمنه کړې وه چې، د ایټالیا سواحلو ته د کډوالو د راتلو مخه به نیسي.
تېرو څو ورځو کې ایټالیا د د خوندیتوب او ژغورنې سخت قانون تصویب کړ.
د څارونکو بنسټونو د رپوټونو له مخې، د ۲۰۱۴ کال راهیسې د مدیترانې بحیري پر لاره تر ۲۰ زرو ډېر کسان مړه یا ورک شوي دي.
د کډوالو د سمندري مرستو د مرکز مشره ریګینا کیترمبون چې په مدیترانه کې د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کوي بي بي سي ته وویل چې، اروپايي هېوادونه باید بند پاتې کسانو سره د مرستې لپتر په ګډه کاروکړي.