تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت وایي په ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې نږدې ۸۰ افغانان مړه شوي
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي چې د ایټالیا په سویلي ساحل کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان مړه شوي
وینا پاڼه کاږي چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
دغه کډوالو له لرګیو په جوړه کښتۍ کې له ترکیې څخه ایټالیا ته د سمندر له لارې روان وو چې په لاړه کې یې کښتۍ ډوبه شوې وه.
د طالبانو حکومت ددې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غم شريکي کړې او له نورو افغانانو یې غوښتي چې په قاچاقي لارو بهر ته له تګه ډډه وکړي.
دوی همدارنګه له بشري پالو ادارو او ځانګړي ډول سره صلیب نړیوالې ادارې غوښتي چې ددغو ډوبو شویو افغانانو د جنازو په لېږد کې ورسره مرسته وکړي.
دوه ورځې وړاندې اېټالوي رسنیو رپوټ ورکړ چې د ایټالیا په سویلي ساحل کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې د ۱۲ ماشومانو په ګډون پکې لږ تر لږه ۵۹ کسان وژل شوي دي.
د ایټالوي رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه کښتۍ کې سپاره کډوال د افغان، پاکستاني او ایراني وګړي دي.
د سره صلیب د رپوټ له مخې، نږدې ۸۰ کسان له یادې کښتۍ ژغورل شوي.
کښتۍ کې د سپرو کسانو شمېر له ۱۰۰ ډېر اټکل شوی دی.
د ایټالوي رسنیو د رپوټونو له مخې، ډېر مړي د ایټالیا په سویل کې د کروتون درکالابریا بندري ښار ته څېرمه یوه ساحل سره موندل شوي دي.
د (ای جي آی) په نامه یوه سیمه ییز خبري اژنس رپوټ ورکړی وو چې، کښتۍ د حرکت پر مهال سمندر کې ناڅاپه پر یوې ډبرې لګېدلې او ماته شوې ده.
د ایټالیا ساحل هغو کډوالو لپاره یوه مهمه لاره ده چې غواړي د سمندر له لارې اروپا ته ننوځي.
د مدیتراني لاره په نړۍ کې د کډوالو لپاره د تر ټولو وژونکې بلل کېږي.
د ایټالیا ښي اړخي حکومت چې وروستیو کې واک ته رسېدلی ژمنه کړې چې، د ایټالیا سواحلو له لارې د کډوالو د راتګ مخه به ونیسي.
تېرو څو ورځو کې ایټالیا د د خوندیتوب او ژغورنې سخت قانون تصویب کړ.
د څارونکو بنسټونو د رپوټونو له مخې، د ۲۰۱۴ کال راهیسې د مدیترانې بحیري پر لاره تر ۲۰ زرو ډېر کسان مړه یا ورک شوي دي.