ګرجستان کې زرګونه کسانو د حکومت ضد احتجاج کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
ګرجستان کې زرګونه احتجاج کوونکو پرون یکشنبه پلازمینه تبلیسي کې د دغه هېواد د پارلمان مخې ته احتجاج وکړ.
دغه احتجاج کوونکي د ګرجستان حکومت له خوا د روسیې د ملاتړ پر ضد او په دغه هېواد کې د دیموکراسۍ د محدودولو په اعتراض کې راټول شوي وو.
دوی همدا راز پر حکومت د مخالفینو د نیولو او د خپلواکه رسنیو د تړلو تور لګوي.
احتجاج کوونکو د ګرجستان د پخواني ولسمشر میخاییل ساکاشویلي د خلاصون غوښتنه هم کړې.
ښاغلی ساکاشویلي چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۳ کالونو تر منځ دوه دورې د ګرجستان ولسمشر پاتې شوی "له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې" په تور په شپږ کاله بند محکوم شوی دی.
گروههای بینالمللی مدافع حقوق بشر با رد محکومیت آقای ساکاشویلی میگویند حکم او سیاسی است.
د بشري حقونو نړیوالو ډلې په بند د ښاغلي ساکاشویلي محکومېدل ردوي او وايي سیاسي چلن ورسره شوی.
ښاغلي ساکاشویلي له تېو څو میاشتو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی او وايي، په ۲۰ بېلابېلو ناروغیو اخته شوی دی.
ګرجستان حکومت بیا نوموړی به دروغو ویلو تورن کړی او وايي، په دې پلمه غواړي چې ځان له بنده ازاد کړي.
اروپايي ټولنې سره یو ځای کېدل

د عکس سرچینه، EPA
احتجاج کوونکو د ګرجستان، اوکرایین او اروپايي ټولنې له ځانه سره لېږدول.
د ملي غورځنګ د ګوند عمومي مشر لوان خابشویلي په یوه وینا کې پر حکومت غږ وکړ چې هغه اصلاحات دې پلي کړي چې اروپايي ټولنه یې غواړي.
نظر پوښتنې څرګندوي چې د دغه هېواد خلک غواړي له اروپايي ټولنې سره یو ځای شي.
د ګرجستان حکومت دغې ټولنې سره پر یو ځای کېدو ټینګار کوي خو مخالفین یې وايي، د تبلیسي سیاسیتونه به یې د یو ځای کېدو مخه ونیسي.
ګرجستان ۲۰۲۲ کال کې له اوکرایین او مالدیف سره یو ځای اروپايي ټولنې سره د یو ځای کېدو غوښتنه کړې وه خو برعکس د غړیتوب لپاره د دغو دوو هېوادونو غړیتوب نه دی منل شوی.
اروپايي ټولنه وايي،ګرجستان باید د غړیتوب لپاره د نوماندیدو لپاره سیاسي او قضايي سمونې وکړي.





















