د روسیې-ګرجستان پر پوله د وتونکو روسانو لوی کتارونه

د ویډیو تشریح، د روسیې-ګرجستان پر پوله د وتونکو روسانو لوی کتارونه
د خپرېدو وخت

د ډرون د دوشنبې انځورونو کې د روسیې -ګرجستان پر پوله د روسيې خاوره کې د ګاډو لوی کتارونه د انتظار حالت کې لیدل کېږي. ځینې خلک پلي هم لیدل شوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ په اوکرایین کې د جګړې لپاره د کابو ۳۰۰۰۰۰ احتیاطي پوځیانو د "نسبي استولو" اعلان وکړ. وروسته زرګونه روسي وګړي د ګرجستان او قزاقستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته د اوښتو په حال کې لیدل شوي.