د اوومې سیارې اورانوس نوی حیرانونکی انځور چې 'روښانه حلقې' په کې ښکاري

Urenus

د عکس سرچینه، NASA

د خپرېدو وخت

د امریکا فضایي ادارې ناسا د جېمز ټېلسکوپ په مټ د لمریز نظام د اوومې سیارې اورانوس نوی انځور خپور کړی دی.

زموږ په لمریز نظام کې د دې سیارې شاوخوا حلقې له دې مخکې هېڅکله په روښانه توګه نه وې لیدل شوې.

د متحده ایالاتو د فضايي ادارې په وینا، جېمز وېب ټېلسکوپ په ډېر احتیاط سره خپله دنده ترسره کړې.

دوی وايي، چې جېمز د سیارې په اتموسفیر کې حیرانونکي حلقې لیدلې دي او په زړه پورې معلومات یې راټول کړي دي.

له دې مخکې به ۱۹۸۶ کال کې پوهانو د اورانوس انځورونه خپاره کړي وه، چې شاوخوا ورنه نیل رنګه یو څه ښکارېدل خو ډېر واضح نه وو.

د لمریز نظام د سیارو ترمنځ اورانوس د بېلو ځانګړتیاو لرونکې سیاره ده.

اورانوس یوازینۍ سیاره ده، چې په خپل مدار کې شاوخوا د ۹۰ درجې زاویې په کچه څرخي.

د اورانوس همدې ډول ګرځېدو له کبله قطبونه یې څو کلونه پرله پسې د لمر رڼا ته مخامخ وي او بیا څو کلونه پرله پسې ورنه پناه وي او تکه توره تیاره پرې خوره وي.

په اورانوس کې یوه ورځ ۱۷ ساعته او ۱۴ دقیقې اوږده ده.

اورانوس

د عکس سرچینه، NASA

په هرحال، اورانوس چې یو کال د لمر شاوخوا خپل مدار باندې راګرځي، زموږ د ځمکې د ۸۴ کلونو سره برابر دی.

همدارنګه د اورانوس یو کال د ځمکې له ۳۰،۶۸۷ ورځو سره برابر دی.

اورانوس ۱۳ پېژندل شوې حلقې (دایرې) لري، او ۱۱ یې د ناسا په دې وروستي انځور کې لیدل شوې دي.

ځینې حلقې دومره روښانه ښکاري، چې ګومان کېږي یوه ډېره ستره حلقه به وي.

نوي انځور کې د اورانوس ۲۷ پېژندل شوې سپوږمۍ هم لیدل کېږي چې ډېرې وړې دي.

جېمز ویب ټیلسکوپ دا انځور په ۱۲ دقیقو کې اخیستی دی.