زیلینسکي: بوچا سیمه کې د جنګي جنایتونو عاملینو ته باید سزا ورکړل شي

بوچا یوکرایین

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د کیېف په شمال لوېدیځ کې د بوچا ښارګوټي د ازادۍ کلیزې په مناسبت ژمنه کړې، په دې سیمه کې به ټولو هغو مجرمینو او روسي پوځیانو ته سزا ورکړي چې جنګي جنایتونه یې کړي دي.

تېر کال د بوچا ښار له ازادېدو وروسته په دغه ښار کې څو ډله ييز قبرونه وموندل شول.

ښاغلي زیلینسکي وویل، بوچا د نیواکګرو ځواکونو د جنایتونو سمبول ګرځېدلی دی.

بوچا ښار یوازې څه باندې یوه میاشت د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې و.

کله چې روسي ځواکونه له سیمې ووتل، هلته د ملکي وګړو د شکنجې، جنسي تیريو او اعدامونو په ګډون د جرمونو شواهد وموندل شول، چې دې ښار ته یې د نړیوالو پام ورواړوه.

په بوچا کې ځايي چارواکي وايي، سیمه کې تر ۴۰۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.

ځینې جسدونه په ډله ییزو قبرونو کې موندل شوي، یو شمېر نور یې په داسې حال کې موندل شوي چې لاسونه یې تړل شوي وو، چې ظاهرا ښکارېدل، له نژدې واټنه ویشتل شوي وو.

په لارو کوڅو کې لږ تر لږه د شلو تنو جسدونه موندل شوي وو، چې د ډېرو پر بدنونو سخت ټپونه لیدل کېدل.

ځینې یې په شقیقه کې داسې ویشتل شوي وو، چې ښکاري اعدام شوي وي، او ځینې نور یې داسې ښکارېدل چې تر ټانکونو لاندې شوي وو.

بوچا یوکرایین

د بوچا له خوشې ازادۍ وروسته ښاغلي زیلینسکي دې سیمې ته د سفر په ترڅ کې، مسکو په نسل وژنې او جنګي جنایتونو تورن کړ.

اروپايي شورا چې په دې لویه وچه کې د بشري حقونو یو مهم سازمان دی، د هغو کسانو د محاکمې او سزا غوښتنه کړې چې دغه جنګي جنایتونه یې کړي دي.

مسکو تر ننه، د خپلو سرتېرو لخوا د جنګي جرمونو ترسره کول ردوي.

تېر کال د روسیې د جنایتونو تر افشا کېدو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن د جنګي جرمونو په تور د روسیې د مشر د محاکمې غوښتنه وکړه.

هماغه وخت د نړیوالو څارنوالانو یوه ډله د دغو جرمونو د بېلابېلو اړخونو د څېړلو لپاره سیمې ته تللې وه.

د مارچ په وروستیو کې د جرمونو نړیوالې محکمې د جنګي جرمونو په تړاو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر صادر کړ.

د اوکراین ولسمشر دغه پرېکړه یوه تاریخي پرېکړه بللې وه.

د روسيې د ولسمشر د دفتر وياند هغه حکم باطل ګڼلی او د هغه صادرول يې وغندل.