کابل کې یو شمېر ښځو د کار او زدکړو د حق ترلاسه کولو لپاره لاریون کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان پلازمینه کابل کې یو شمېر ښځې یو ځل بیا د زدکړو او کار حقونو د ترلاسه کولو لپاره د اعتراض په ډول سړکونو ته راوتلې وې.
دغو ښځو چې شمېر یې له شلو کم یاد شوی ځانونو سره د "زدکړې زمونږ حق دی، پرېږدئ چې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي او زدکړې مو سره کرښه ده" شعارونه ځانونو سره لېږدول.
دغو احتجاج کوونکو ښځو د طالبانو د هغو ځپونکو بندیزونو په غبرګون کې اعتراض کړی، چې پر افغانستان له واګو وروسته یې د کار او زدکړو برخه کې پر ښځو او نجونو لګولي دي.
د دغه لاریون یوه ګډونواله رسنیو ته په یوه استول شوي ویډیويي پیغام کې وايي:" مونږ د طالبانو پر تګلاره د نیوکو لپاره سړکونو ته راوتلي یوو. له یو نیم کال ډېره موده وشوه، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ښځې د کار او زدکړو له حقونو بې برخې کړل شوي دي."
هغې په افغانستان کې د ښځو روحي او رواني وضعیت ته په اشاري هم ویلي: "له یو نیم کال زیاته موده کېږي چې مونږ بد روحي او رواني حالت سره مخ یوو، نجونې هره ورځ ځان وژنه کوي، د ځان وژنې پېښې او په کم عمر کې د نجونو ودول زیات شوي او ښځې په خپلو کورونو کې بندیوانې دي."
دغو لاریون کوونکو ښځو افغانستان کې له نورو خلکو هم غوښتي، چې ملاتړ یې وکړي او افغان ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپل غږ پورته کړي.
د لاریون ګډونوالو ښځو پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم نیوکه کړي، چې د بې غورۍ له امله یې افغانې ښځې د کار او زدکړو له حقونو محرومې کړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Adela
د ځینو رپوټونو له مخې، د دې لاریون ګډونوالې د طالبانو له خوا تیت او پرک شوي او ځینې لاریون کوونکي طالبانو ځان سره بیولي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
په تېر کې هم طالبانو د ښځو مخه نیولې چې لاریون وکړي او هڅه یې کړې چې لاریون یې تیت او پرک کړي.
طالبانو څه موده وړاندې هم لاریون کوونکې ښځې کلابندې کړې وی، موبایلونه یې چې وېډیوګانې یې پرې ثبتولې، اخیستي و او د دوی د تیت او پرک کولو لپاره یې هوايي ډزې کړې هم کړې وې.
له ۲۰۲۱ کال اګست راهیسې پر افغانستان د طالبانو له واګو وروسته کله ناکله ښځې په پلازمینه کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې د کار او زدکړو حقونو لپاره لاریونونه ته راووځي خو طالبان یې مخه نیسي.
واک ته له رسېدو وروسته طالبانو له شپږم پورته نجونې له ښوونځیو راوګرځولې او له هغې وروسته د ۲۰۲۲ کال ډسمبر کې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې او په غیر دولتي ادارو کې یې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.
طالبان چې تل یې د ښځو ته د هغوی د حقونو پر ورکړه ټینګار کړی خو وروستیو ځپونکو بندیزونو یې په کور دننه سربېره د نړیوالو غوسه هم راپارولې ده.
سره له دې چې طالبانو د شپږم پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو او پوهنتوني زدکړو د پیلولو ژمنه یې کړې، خو نوی تعلیمي کال یې هم د نجونو او ښځو له ګډون پرته پیل کړ.



















