امریکايي جنګي الوتکو د کاناډا پر پوله یو بل ناپېژاندی الوتونکی شی ویشتلی

الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا جنګي الوتکو د کاناډا پولې ته څېرمه د هورون بحیرې پر سر یو بل ناپېژاندی الوتونکی شی ویشتلی. دا په روانه میاشت کې د ناپېژانده شي راغورځولو څلورمه پېښه ده.

د کانګرس غړې الیسا سولټکین وویل، د یکشنبې په ورځ د امریکا هوايي وسله وال ځواک او ملي ګارډ دغه مجهول شی وویشت.

"په دې ماموریت کې د ټولو ګډونوالو دا یوه لویه کارنامه وه".

لا هم واشنګټن د روانې میاشتې پر څلورمه د چین د مشکوک "څارګر" بالون له ویشتلو وروسته له پوځي اړخه تیارسئ حالت کې ده.‌

د یکشنبې ورځې دا ویشتل شوی ناپېژاندی شی په تېرو دریو ورځو کې د خپل دریم ورته شی دی چې راغورځول کېږي. وړاندې هم یو "ناپېژاندی الوتونکی شی" د امریکا اېف ۲۲ جنګي الوتکو په مټ ویشتل شوی و.

د شنبې په ورځ د کاناډا شمال لوېدیځ "یوکان" سیمې پر سر هم امریکايي الوتکو یو بل ناپېژاندی شی وویشت.

د کاناډا دفاع وزیره انیتا آنند

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کاناډا دفاع وزیره انیتا آنند

وړاندې، د کاناډا دفاع وزیري انیتا آنند خبریالانو ته ویلي چې، وروستی ناپېژانده شی د مرکزي یوکان د پاسه د شاوخوا د ۱۲ زره مترو په لوړوالي الوتنه کوله چې د شنبې پر ورځ په ځايي وخت شاوخوا ۱۵:۴۱ وویشتل شو."

آغلې آنند وايي چې د دغه رانسکور شوي شي د پېژندلو او نورو جزیاتو د موندلو هڅې روانې دي.

تېره اونۍ د امریکا دفاع وزارت چارواکو امریکايي رسنیو ته ویلي وو چې د چین جاسوس بالون پاتې شونې د سوېلي‌ کرولینا په میرتل ساحل کې د تمې خلاف ۱۴ متره اوبو کې ننوتی و.

د امریکا متحدو ایالتونو له څو ورځو راهیسې پخپل هوايي حریم کې د څارګرۍ دغه بالون تعقیب کړی و چې په ډېرو حساسو سیمو د پاسه ګرځېده.

بالون

د عکس سرچینه، Getty Images

د دفاع وزارت (پنټاګون) چارواکو ویلي وو، باوري دي چې په وروستیو کې یې د لوېدیځې مونټانا ایالت پر اسمان د چین بالون لیدلی، خو پوځ یې له دې کبله د نه ویشتلو پرېکړه وکړ وه چې پاتې شوني یې راونه لوېږي.

چین رد کړې چې دغه بالون چې د جنورۍ په ۲۸مه د امریکا پر هوايي حریم چورلېده د جاسوسۍ لپاره کارول کېده او ویلي یې و چې د هوا پېژندنې لپاره و.

د دغه څارګر بالون پېښې د امریکا او چین اړیکې کړکېچنې کړي او له امله یې د امریکا بهرنیو چارو وزیر اتوني بلینکن د چین پلازمېنې بیجنګ ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ.

چینايي چارواکو د جمعې پر ورځ امریکا په "سیاسي لاسوهنې او تبلیغاتو" تورنه کړه.

ولسمشر بایډن د پنجشنبې پر ورځ وینا کې د چین څارګر بالون د ویشتلو پخلی وکړ او دا یې زیاته کړه چې دا کار یې کومه "لویه سرغړونه" نه وه.