امریکا د واګنر ډله د یوه نړیوال جنایي سازمان په توګه پیژني

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د خزانې وزارت په اوکراین کې د روسي ځواکونو تر څنګ د روسیې د اجیرې ډلې واګنر پر ضد نور بندیزونه هم لګولي دي.
واګنر ډله له ۲۰۱۷ کال راهیسې د امریکا له بندیزونو سره مخ شوې ده.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د دې ډلې او د هغوی د ملاتړ کوونکې شبکې پر وړاندې به نوي بندیزونه ولګوي.
د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته ویلي ''دا ډله په اوکرایین او نورو ځایونو کې جرمونه او له بشري حقونو سرغړونې کوي.''
امریکا غواړي د نویو ګامونو په اوچتولو، له دغو ډلو سره د نړیوالو جرمي ډلو په توګه چلند وکړي چې له شمالي کوریا نیولې، تر مرکزي افریقا، لیبیا او مالي یې ریښې غځېدلې دي.
د امریکا متحده ایالات وايي واګنر په اوکراین کې ۵۰ زره جنګیالي ګمارلي چې زیاتره یې بندیان دي.
د ښاغلي کربي په وینا، په اوکراین کې د واګنر شاوخوا ۸۰ سلنه سرتیري بندیان دي.
جان کربي وايي د معلوماتو پر بنسټ د اجیرې ډلې او روسیې د دفاع وزارت ترمنځ کړکېچ مخ په زیاتېدو ښکاري.
د ښاغلي کربي په وینا، دا ډله د روسیې د منظمو پوځي ځواکونو سیاله شوې ده، او متحده ایالات په دې باور دي چې د روسیې د چارواکو او داګنر بنسټ اېښودونکي روسي سوداګر یوجیني پریګوګین او د ولادیمیر پوتین ترمنځ کړکېچ مخ په زیاتېدو دی.
امریکايي چارواکو ویلي د دوی استخباراتي تصویرونه ښیي، د روسیې اور ګاډي شمالي کوریا ته ننوځي، چې ویل کیږي د واګنر ډلې لخوا پکې کارول شوي توغندي او وسلې بار شوي.
امریکا وايي دغه معلومات یې اوس د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلي.
امریکا په دې باور ده چې له شمالي کوریا د وسلو لېږد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه ده.
خو دوی پر دې باور نه دي چې له شمالي کوریا د وسلو لېږد به د اوکراین پر جګړې د پام وړ اغیز ولري.
رویټرز خبري اژانس وايي له ښاغلي پریګوګین څخه غوښتل شوي چې د جان کربي څرګندونو ته ځواب ووایي.



















