پر کردانو له برید وروسته د پاریس زړه کې تاوتریخوالی

د ویډیو تشریح، قهرېدلو کسانو ګاډو ته اور اچولی
د خپرېدو وخت

د پاریس په مرکز کې یوه وسله وال کس په ډزو درې تنه وژلي او څو نورو ټپیان دي.

تر برید یوه ورځ وروسته پاریس کې د پولیسو او اړ و دوړ جوړوونکو ترمنځ اخ و ډب شوی.

لاریونیانو ځینې ګاډي چپه کړي او ځینو ته یې اور ورته کړی او پر پولیسو یې د ډبرو ګوزارونه کړي، خو پولیسو یې مقابل کې اوښلن ګاز کارولی دی.

په یوه وېډیو کې ځینې کسان لیدل کېږي چې د سړک په منځ کې اور بلوي او د ګاډو ښیښې ماتوي.

د شنبې په ورځ، د اړ و دوړ پې‍ښې یوځل بیا تازه شوې او سلګونه کوردان په یوه سوله ییز لاریون کې د پاریس جمهوریت میدان کې له وژل شویو سره د خواخوږۍ په پار راغونډ شوي وو.‌

نیول شوی مشکوک د وسلې اړوند نور جرمونه هم لري.

درې ځایه ډزې شوې: د احمد کایا کردي کلتوري مرکز کې؛ یوه نژدې خوړنځي او د وېښتانو د سینګار یوه سالون کې.

.

د عکس سرچینه، Reuters

عیني شاهدانو ویلي، برید کوونکي د کردانو د ټولنې یو مرکز او رستورانت په نښه کړی دی او څارنوالان وايي، دوی به برید د احتمالي توکمپالنې انګېزه وڅېړي.

شکمن ۶۹ کلن کس ژر ونیول شو، هغه په وروستیو کې له زندانه خوشې شوی وو.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د پاریس په لسمه ناحیه کې د سټراسبورګ - سینټ ډینس سیمې ته له ورتګ ډډه وکړي.

تر اوسه د برید د انګېزې په اړه تایید شوي معلومات نشته، خو د پاریس څارنوال لاور بیکاو تایید کړه چې تورن کس یو کال وروسته تر هغه چې خوشې شوی، په پاریس کې یې د کډوالو پر یوه کمپ له تورې سره برید کړی وو. هغه پېښه د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په اتمه نېټه شوې وه، خو دا نه ده معلومه چې هغه ولې له زندانه خوشې شوی وو.

ځایی ښاروال الیګزانډرا کارډبارډ وايي شکمن کس هم په ډزو کې درې ځایه ټپي شوی دی.

د پېښې یوه شاهد علي دلاک بي بي سي ته وویل''موږ پر سړک روان وو چې د ډزو غږ مو واورېد''.

هغه زیاتوي''موږ راتاو شولو او خلک مو ولیدل چې له چپې خوا یې په ښي لور منډې وهلې'' کله چې پنځه شپږ دقیقې وروسته ورغلو، ومو لیدل چې یو زوړ او د لوړ قد لرونکی سړی یې نیولی وو.

د پېښې یوې بلې شاهدې اې ایف پي خبري آژانس ته ویلي هغې خپل ځان له دننه بند کړی وو. هغې ویلي، اووه اته ډزې یې اورېدلي.

سيارة مقلوبة وعدد من المحتجين

د عکس سرچینه، Reuters

ویل شوي د دوو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی او دوه تنه نور یې بیا سخت ټپیان دي.

پولیسو برید کوونکی پرته له کوم مقاومته نیولی او هغه وسله یې هم موندلې چې په وسیلې یې برید شوی دی.

د پاریس ښاروالې د پولیسو د پرېکنده عمل ستاینه کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمانین ویلي هغه د " ډارماتیکو ډزو" سیمې د لیدو لپاره پاریس ته روان دی او د قربانیانو له ملګرو او کورنیو سره یې خواخوږي هم ښوولې.