روسیې له اوکرایین د غنمو صادرېدو هوکړه وځنډوله

A Ukrainian serviceman stands in front of silos of grain from Odesa Black Sea port, 29 July 2022

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

روسیې د اوکرایین د تورې بحیري بندرونو له لارې د غلو دانو د صادراتو یوه نړیواله هوکړه کې د خپلې ښکېلتیا ځنډولو اعلان کړی.

مسکو ګام تر هغې وروسته اخیستی چې د شنبې پر روځ یې کیېف تورن کړ چې د کرایمیا سېواستوپول ښار کې یې د دوی د سمندري‌ ځواک پر بېړیو د ډرونونو پراخ برید کړی.

اوکرایین د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او ولسمشر یې 'ولودیمیر زېلېنسکي'‌ د روسیې پرېکړه په بشپړ ډول د وړاندوینې وړ بللې ده.‌

روسیې د شواهدو له وړاندې کولو پرته پر بریتانوي ځواکونو هم د شنبې ورځې برید کې د ښکېلتیا تور پورې کړی دی.

مسکو همدا راز تېره میاشت د دغه هېواد د ګازو یوه نللیکه کې د چاودولو تور هم پر بریتانیا لګولی.

خو بلخوا د بریتانیا دفاع وزارت بیا ویلي روسیه په افسانوي کچه درواغجنې ادعا مطرح کوي.‌

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی د شنبې ورځې برید کې د دوی هغه بېړۍ په نښه شوې چې له اوکرایین د غنمو صادراتو هوکړه کې ښکېلې وې.

دا وزارت زیاتوی چې په دغه برید کې یې یوازې یوې بېړۍ ته لږ څه زیان اوښتی دی.

د دغه برید د خبر تر خپرېدو څو ساعته وروسته د روسیې بهرنیو چارو وزارت وویل چې "روسی اړخ د تورې بحیري نوښت کې د ښکېلو کارګو بېړیو د ملکي کارکوونکو خوندیتوب نشي تضمینولی او سر له ننه تر نامالوم مهاله د هغې عملي کېدل ځنډوي."

دغه وزارت ویلي دا ګام د بریتانوي متخصصانو په مشرۍ د اوکرایین وسله والو ځواکونو کړنو سره تړاو لري او ګواکې دغو اقداماتو کې هغه روسۍ بېړۍ هدف ګرځېدلې چې د دغه بشردوستانه کاریدور د فعال ساتل کېدو ډاډمنتیا لپاره بوختې وې.

A view shows silos of grain from Odesa Black Sea port, before a shipment of grain

د عکس سرچینه، Reuters

مسکو وایي‌ د شنبې برید کې ټولټال ۱۶ هوایي او سمندري ډرونونه کارول شوي وو.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي تر دغه اعلان وروسته ویلي د روسیې دا پرېکړې اوسنۍ نه ده، بلکې ان سپتمبر کې یې لا د دوی د خوراکي توکو پر صادراتو د بار بېړیو مخه نیولې وه.

ښاغلي زېلېنسکي ټینګار کړی چې د روسیې دا ګام هم د ملګرو ملتونو او هم د نړۍ شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو لخوا پیاوړي نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.

سپینې ماڼۍ هم ویلي چې روسیه د خوراکي توکو موضوع د وسلې په توګه کاروي.‌

روسیې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب دې ته غاړه اېښې وه چې نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت او بیو لوړېدو مخنیوي لپاره له اوکرایینه د غنمو صادراتو ته اجازه ورکړي.‌

اوس د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي چې دغه سازمان دې نوې پرېکړې وروسته مسکو سره اړیکه کې دی.