تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې له اوکرایین د غنمو صادرېدو هوکړه وځنډوله
روسیې د اوکرایین د تورې بحیري بندرونو له لارې د غلو دانو د صادراتو یوه نړیواله هوکړه کې د خپلې ښکېلتیا ځنډولو اعلان کړی.
مسکو ګام تر هغې وروسته اخیستی چې د شنبې پر روځ یې کیېف تورن کړ چې د کرایمیا سېواستوپول ښار کې یې د دوی د سمندري ځواک پر بېړیو د ډرونونو پراخ برید کړی.
اوکرایین د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او ولسمشر یې 'ولودیمیر زېلېنسکي' د روسیې پرېکړه په بشپړ ډول د وړاندوینې وړ بللې ده.
روسیې د شواهدو له وړاندې کولو پرته پر بریتانوي ځواکونو هم د شنبې ورځې برید کې د ښکېلتیا تور پورې کړی دی.
مسکو همدا راز تېره میاشت د دغه هېواد د ګازو یوه نللیکه کې د چاودولو تور هم پر بریتانیا لګولی.
خو بلخوا د بریتانیا دفاع وزارت بیا ویلي روسیه په افسانوي کچه درواغجنې ادعا مطرح کوي.
د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی د شنبې ورځې برید کې د دوی هغه بېړۍ په نښه شوې چې له اوکرایین د غنمو صادراتو هوکړه کې ښکېلې وې.
دا وزارت زیاتوی چې په دغه برید کې یې یوازې یوې بېړۍ ته لږ څه زیان اوښتی دی.
د دغه برید د خبر تر خپرېدو څو ساعته وروسته د روسیې بهرنیو چارو وزارت وویل چې "روسی اړخ د تورې بحیري نوښت کې د ښکېلو کارګو بېړیو د ملکي کارکوونکو خوندیتوب نشي تضمینولی او سر له ننه تر نامالوم مهاله د هغې عملي کېدل ځنډوي."
دغه وزارت ویلي دا ګام د بریتانوي متخصصانو په مشرۍ د اوکرایین وسله والو ځواکونو کړنو سره تړاو لري او ګواکې دغو اقداماتو کې هغه روسۍ بېړۍ هدف ګرځېدلې چې د دغه بشردوستانه کاریدور د فعال ساتل کېدو ډاډمنتیا لپاره بوختې وې.
مسکو وایي د شنبې برید کې ټولټال ۱۶ هوایي او سمندري ډرونونه کارول شوي وو.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي تر دغه اعلان وروسته ویلي د روسیې دا پرېکړې اوسنۍ نه ده، بلکې ان سپتمبر کې یې لا د دوی د خوراکي توکو پر صادراتو د بار بېړیو مخه نیولې وه.
ښاغلي زېلېنسکي ټینګار کړی چې د روسیې دا ګام هم د ملګرو ملتونو او هم د نړۍ شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو لخوا پیاوړي نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.
سپینې ماڼۍ هم ویلي چې روسیه د خوراکي توکو موضوع د وسلې په توګه کاروي.
روسیې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب دې ته غاړه اېښې وه چې نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت او بیو لوړېدو مخنیوي لپاره له اوکرایینه د غنمو صادراتو ته اجازه ورکړي.
اوس د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي چې دغه سازمان دې نوې پرېکړې وروسته مسکو سره اړیکه کې دی.