د تاجکستان او قرغیزستان پر پوله نښتو کې 'لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي'

د عکس سرچینه، Reuters
رپوټونو کې ویل شوي، د قرغیزستان او تاجکستان تر منځ د پولې اوږدو کې د نښتو پایله کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د شوري اتحاد له ړنګېدو راهیسې د دې دواړو هېوادونو تر منځ پوله ناندریزه ده او معمولاً نښتې کېږي. سره له دې چې دواړو هېوادونو اوربند اعلان کړی، تازه نښتو د جمعې پر ورځ هم دوام درلود. دواړو لوریو پر یوه بل د نښتو پیلولو او له اوربنده د سرغړونې تورونه پورې کړي دي. د جمعې پر ورځ د قرغیزستان عامې روغتیا وزارت مسوولینو وویل، د دغه هېواد ۲۴ کسان وژل شوي دي.
له دې مخکې له تاجکستانه ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې درې کسان هلته وژل شوي دي. بل لور د سره صلیب ځايي مسوولین وايي، د تاوتریخوالي له ډاره لږ تر لږه ۲۰ زره کسان له سیمې تښتېدلي دي. د دې شخړې له کبله د دواړو هېوادونو تر منځ د لویې جګړې پیلېدو وېره پیدا شوې ده.
په ۲۰۲۱ کال کې په دې سیمه کې د بې سارې نښتو له کبله لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي وو. د چهارشنبې پر ورځ تاوتریخوالی له هغه وروسته ډېر شو، چې په بېلا بېلو سیمو کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول.
د قرغیزستان پوله ساتو ځواکونو پر تاجکستان پوله ساتو ځواکونو تور پورې کړی، چې په هغه سیمه کې یې سنګرونه جوړ کړل، چې پوله پکې څرګنده نه ده، خو د تاجکستان پوله ساتي ځواکونه بیا وايي، لومړی پر د قرغیزستان ځواکونو برید وکړ.
د دې دواړو هېوادونو تر منځ نژدې ۱۰۰۰ کیلومتره اوږده پوله غځېدلې، چې له دریېمې برخې زیاته یې ناندریزه ده. روسیې بیا چې له دواړو هېوادونو سره نژدې اړیکي لري، د منځګړیتوب وړاندیز کړی او روسي چارواکو د داسې 'بېړنیزو ' اقداماتو غوښتنه کړې، چې د تاوتریخوالي مخه ورسره ونیول شي.
له ځايي وخت سره سم مازدیګر څلور بجې اوربند اعلان شو، خو قرغیزستان چارواکو وویل، د دوی لور ته پر یوه کلي د اوربند له اعلان وروسته ګوزارونه شوي دي. چارواکو پر خپل ګاونډي هېواد د ټانکونو او زغروالو ګاډو کارولو تور پورې کړی. په ځواب کې تاجکستان چارواکو پر قرغیز لوري تور پورې کړی، چې پر یوه پوسته او ۷ کلیو یې د (درنو وسلو) ګوزارونه کړي دي.















