د تاجکستان او قرغیزستان تر منځ پر پوله له نښتې وروسته اوربند اعلان شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د تاجکستان او قرغیزستان چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ پولې اوږدو کې له یوې نښتې وروسته اوربند اعلان کړی. د دې پېښې پلټنې لپاره یو ګډ کمېسیون هم اعلان شوی دی.
رپوټونو کې ویل شوي، د تېرې شپې نښتو کې د تاجکستان یو کس وژل شوی او د دواړو هېوادونو یو شمېر پوځيان ټپیان شوي دي.
د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو رسنیز مرکز د جمعې پر ورځ وویل، د شپږ پوځیانو په ګډون د دې هېواد ۱۰ کسان په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي عابد جان توئیچي چې د اسفره سیمې اوسېدونکی دی، د قرغیز ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.
قرغیزستان چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، پوځیان یې له هغه وروسته دې شخړه کې ښکېل شول، چې د تاجکستان ځینې اوسېدونکو د پولې په اوږدو کې یوه لاره وتړله، چې موقعیت یې مشخص نه دی.
د تاجکستان ملي امنیت کومېټې په یوه اعلامیه کې د امبولانس یوه چلوونکي عبدالطیف شریفوف وژل کېدل تایید کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، نوموړي د پېښې له ځایه ټپیان لېږدول چې د قرغیز پوځیانو د ډزو ښکار شو. قرغیزستان چارواکي هم د دې هېواد ۱۱ اوسېدونکو ټپي کېدل تاییدوي.
قرغیزستان چارواکو پر تاجکستان پوځیانو تور پورې کړی، چې د دوی پر پوله ساتو ځواکونو یې برید کړی.
خو تاجکستان چارواکي بیا پر قرغیز پوځیانو تور لګوي چې لاره یې وتړله او وروسته نښته رامنځته شوه.
له دې پېښې څو ساعته وروسته د ټولیز امنیت عمومي منشي ستانسلاو زاس یوه غونډه وبلله او د اوربند غوښتنه یې وکړه.
تېره شپه ناوخته دواړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې د پولې له سیمې به جنګي وسایل او تجهیزاب وباسي.
نن جمعه د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې په اوږدو کې د اسفره او باتکند سیمې ''نسبتاًارام '' بلل شوې دی.
ستانسلاو زاس وايي، د ټولنیز امنیت ټولنه به د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې اوږدو کې د ستونزو حل لپاره هڅې وکړي. د تاجکستان او قرغیزستان تر منځ د ۹۷۰ کیلومتره اوږدې پولې یوازې ۵۲۰ کیلومتره حدود په نښه شوي او معلوم دي.
له همدې کبله په تېرو کې هم د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو اوږدو کې شخړې رامنځته شوې دي. تېر اپریل کې د پولې اوږدو کې د نښتو له کبله د دواړو هېوادونو ۵۵ کسان وژل شوي وو.




















