بلېنکن: طالبانو په سیستماتیک ډول د افغان ښځو او نجونو ازادۍ محدودې کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، طالبان د بشري حقونو په پالنه کې پاتې راغلي دي او "په سیستماتیک ډول یې د افغان ښځو او نجونو ازادۍ محدودۍ کړې دي."
طالبانو لکه تل دغه څرګندونې رد کړي او ادعا کوي چې د اسلام په چوکاټ کې بشري حقونو ته درناوی لري. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو ته وویل حکومت یې "ټولې پرېکړې خپلو ګټو په پام کوي" او ادعا کوي چې بشري حقونه یې نه دي زیامن کړي.
ښاغلي بلېنکن د افغان-امریکايي مشورتي میکانیزم د پیل په غونډه کې افغانستان کې د بیان ازادۍ ته په اشاره سره وویل، چې د طالبان حکومت د خبریالانو او مدني فعالانو خولې په زوره پټې کړې دي.
دغه امریکايی لوړ پوړی چارواکی وايي" موږ غواړو، له افغان مدني ټولنې سره خپله ملګرتیا لا ګټوره، کره او پایلې لرونکې کړو، ځکه مو دا نوښت کړی دی."
افغان- امریکايي مشورتي میکانیزم د دې لپاره جوړ شوی چې د ښاغلي بلېنکن په باور به افغان مدني فعالان او ښځې مخامخ خپل لومړیتوبونه له امریکايي پالیسي جوړوونکو سره شرېکې کړي.
نوموړي زیاته کړه: "طالبانو د خبریالانو او مدني فعالانو خولې "په زور" پټې کړې، د امریکا غږ او بي بي سي په څېر نړیوالو رسنیو د خپرونو مخه یې ډب کړي. پر افغان رسنیو پرلپسې سانسور روان ساتلی."
طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې پر رسنیو کمساري بندیزونه لګولي دي او سلګونه خبریالان له دغه هېواده وتلي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان وګړو مذهبي خپلواکۍ هم یاد کړه چې د ده په خبره مخه یې نیول شوې ده.
" د مسلمانانو او نورو مذهبونو منونکو لپاره په ورته توګه د مذهبي ازادۍ مخه نیول شوې او دا تر ټولو ښه برالا ده چې ښځو او نجونو ته د بشري حقونو په ورکړه کې پاتې راغلي دي. "
د امریکا بهرنیو چارو وزیر تېره میاشت د بشري حقونو شورا د غونډې یادونه وکړه، چې په وینا یې مخامخ د افغان ښځینه مشرانو نظرونو اورېدو ته وربلل شوی وه.
د نوموړي په خبره راتلونکې سپتمبر میاشت کې به دغه ډول یوه بله غونډه هم وروبلل شي.
همدارنګه د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم هیله ښودلې چې وکولی شي د دې میکانیز له لارې افغانستان کې دننه او بهر د افغانانو بېلابېل غږونه سره یو کړي او راپورته یې کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، له هغو افغان مدني فعالانو سره یې د هېواد همکاري یوه بل پړاو ته رسېدلې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د برابرۍ، ټولشمولیت، ښځو، مذهبي او توکمیزو لږکیو د خیر لپاره کار کوي.
طالبانو له نژدې ۳۱۵ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو راګرځولي دي او تر اوسه روښانه نه ده چې کله به ښوونځي پرانیزي. خو د امریکا دغه لوړ پوړي چارواکي یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه وکړه چې له نړۍ سره کړیو ژمنې پلې کړي او د نجونو ښوونځي پرانیزي.
ښاغلي بلېنکن د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ځانګړې استازې رینا امیري او همکارانو یې مننه وکړه، چې د یاد میکانیزم رامنځ ته کولو نوښت یې کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي د هغو امریکايي او افغان مدني فعالانو، ستاینه هم وکړه، چې د ده په وینا یې افغانستان کې د ښځینه مشرانو ملاتړ لړ کې نظرونه او وړاندیزونه سره شریکوي.
امریکا د هغه افغانې ښځې او وګړي وستایل چې له تاوتریخوالي سره سره له خپلو موخو نه دي اوښتي.
ښاغلي بلېنکن وویل، دا خورا مهمه ده، چې له ګواښونو، تاوتریخوالي او تبعیض سره سره افغان نجونو، ښځو او ځینې نورو زیانمنېدونکو ډلو چې په نښه شوې هم دي، له خپل هدفه نه دي پر شا شوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د هغو ښځو او نجونو یادونه او ستاینه وکړه، چې د ده په وینا د خپل حق غوښتنې لپاره یې په لارو، کوڅو کې احتجاجونه وکړل.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد به یې د افغان ښځو، نجونو او نورو زیانمېدونکو غږ پورته کولو لړ کې خپلې هڅې روانې ساتي.






















