هند کې د ډوډۍ پر سر د ښځو د وژلو تر شا څه کیسه ده؟

هند

د عکس سرچینه، Tasveer Hasan

د عکس تشریح، په هند کې له هرو درو ښځو یوه یې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره مخ ده او زیاتره دا تاوتریخوالی د دوی نژدې خپلوان ورباندې کوي.
    • Author, ګیتا پانډې
    • دنده, بي بي سي هندي
  • د خپرېدو وخت

تېره میاشت په هند کې پولیسو هغه ۴۶ کلن سړی ونیو چې د ادعاو له مخې، خپله مېرمن یې له دې کبله وژلې وه چې ولې یې په ناشتې یا سهارنۍ کې مالګه ډېره وه.

یوه ځايي چارواکي میلېند دېسايي بي بي سي ته وویل، "ممبۍ ته څېرمه تانې سیمه کې د نېکېش ګاګ په نوم د بانک یوه کارکوونکي هله د خپلې څلوېښت کلنې ښځې مرۍ خپه او هغه یې ووژله چې د ده لپاره په پخو کړو وريژو کې یې مالګه ډېره کړې وه".

د دوی یو دولس کلن زوی د دې صحنې عیني شاهد و او پولیسو ته یې ویلي چې، پلار یې د ده په مور نېرمالا پسې د خوب کوټې پورې په غصه ځغاستل او همدا د مالګې د ډېروالي خبره یې کوله او وهله یې.

دېسايي په خبره، "هغه ژړل او خپل پلار ته یې زارۍ کولې چې مور دې یې نه وهي خو تورن کس همداسې پسې وهله وهله او بیا یې په مرۍ کې پړی وراچولی و او وژلې یې وه".

کله چې د دې ښځې مېړه ګاګ له کوره ووت نو دغه هلک خپل تره او د مور لخوا نیا ته زنګ وواهه.

ښاغلی دېسايي وايي، "موږ چې صحنې ته ورسېدلو، کورنۍ یې په منډو وه چې هغه روغتون ته یوسي، خو هغه وختي مړه شوې وه".

وروسته د وژل شوې ښځې مېړه نېکېش ګاګ ځان پولیسو ته تسلیم کړ او په تاڼې کې یې پولیسو ته ویلي چې هغه د وینې د لوړ فشار ناروغي لري. ښاغلی ګاګ اوس زندان ته لېږل شوی دی.

د نېرماله کورنۍ پولیسو ته پخپل بیان کې ویلي چې له تېرو پنځلسو ورځو راهیسې دغه سړي له خپلې ښځې سره پر ځينو کورنیو جنجالونو ناندرۍ راخیستې وې. خو د پولیسو افسر ښاغلی دېسايي‌ وايي چې په دې اړه نه پخپله دې ښځې او نه یې هم کورنۍ کوم شکایت یا عریضه تر لاسه کړې وه.

Presentational white space

ورته پېښې نورې هم شوې دي:

په ډوډۍ کې یوازې د مالګې پر ډېروالي د خپلې ښځې وژلو کیسه په هند کې د خبرونو سرخط شوه. خو دې ته ورته پېښې نورې هم شوې دي. لکه:

•روان کال جنورۍ کې د هند پلازمېنې ډيلي اړوند سیمې نویډا کې یو سړی له دې کبله پولیسو ونیو چې د ادعا کېږي مېړه ته یې د ماخوستن ډوډۍ تیارولو نه انکار کړی و.

•د ۲۰۲۱ په جون میاشت کې په اوترپردېش ایالت کې یو سړی هله پولیسو ونیو چې د ادعاو له مخې خپله ښځه یې په دې وژلې وه چې ډوډۍ سره یې سلاد نه وو ورته برابر کړي.

•له دې پېښې څلور میاشتې وروسته په بنګلور ایالت کې خپله ښځه له هغه وروسته په وهلو وهلو ووژله چې د چرګ غوښه یې سمه نه وه ورته سره کړې.

•په ۲۰۱۷ کې بي بي سي پر یوې قضیې رپوټ جوړ کړی و چې یوه شپېته کلن سړي خپله ښځه له دې کبله په ډزو وژلې وه چې ښځې یې د ماخوستن ډوډۍ په تیارولو ځنډ کړی و.

واننګنا خیریه بنسټ د هند په تر ټولو بې وزله سیمو کې له هغو ښځو سره مرسته کوي چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي

د عکس سرچینه، Tasveer Hasan

د عکس تشریح، واننګنا خیریه بنسټ د هند په تر ټولو بې وزله سیمو کې له هغو ښځو سره مرسته کوي چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي

د جنسیتي برابري یوه فعاله ماداوي کوکرېجا وايي چې کله یو څو ووژل شي نو د خلکو پام دا ډول قضیو ته ورواوړي خو په خبره یې، دا ټولې قضیې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له کبله دي، چې زیاتره یې له خلکو "پټول کېږي".

ډیری وختونو دغو قضیو ته "د مېړه او یا د هغې د خپلوانو لخوا ظلم" قانوني اصطلاح کارېږي او په اړه یې قضايي چلند کېږي. په هند کې کورنۍ تاوتریخوالی هغه مسئله ده چې د ښځو پر وړاندې د جنايي جرمونو په برخه کې ډېره پېښږي او کال په کال دا پېښې زیاتېږي.

د دا ډول تاوتریخوالي په اړه د ۲۰۲۰ کال د پېښو شمېر په لاس کې شته. پولیسو ته په دغه کال د ښځو له لوري د شویو شکایتونو شمېر تر ۱۱۲ زرو اوړي او دا لوړه کچه د دې ښکارندويي کوي چې په هند کې په هرو پنځو دقیقو کې داسې یو شکایت تر پولیسو رسېدلی دی.

د روغتیا نړېوال سازمان: هرو درو کې یوه ښځه د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره مخ ده

په هند کې دا ډول تاوتریخوالی کومه نادره خبره نه ده.

د روغتیا نړېوال سازمان له مخې په غونډه نړۍ کې په هرو درو ښځو کې یوه یې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره مخ ده چې تر ډېره پر ښځو دغه تاوتریخوالی د هغوی خپل نژدې خپلوان کوي. په هند کې هم دا شمېر همدومره دی.

د جنسیتي برابري په برخه کې مبارزه کوونکي فعالان هڅه کوي چې د دا ډول قضیو په اړه د غلي پاتې کېدو کلتور او د داسې تاوتریخوالي کوونکو لپاره جوړ شوی خوندي‌ چاپېریال له منځه یوسي.

په هند کې د کورنۍ د روغتیا ملي بنسټ څېړنې په دغه هېواد کې د کورني ژوند په اړه راز افشا کوونکي او جامع مالومات په ډاګه کوي.

په دې ارزونه کې دولتي سروې کوونکو ته د هند تر ۴۰ سلنه ډېرو ښځو او ۳۸ سلنه نارینه و ویلي چې مېړه ښه کوي که ښځه له دې کبله ووهي چې د خسرګنۍ د کوم غړي سپکاوی یې کړی وي، یا یې د ماشومانو په ساتنه کې ناغېړي کړې وي، یا د مېړه له اجازې پرته له کوره چېرې تللې وي، یا یې له ده سره کوروالي کولو نه انکار کړی وي او یا یې هم ډوډۍ سمه نه وي پخه کړې. په څلورو ایالتونو کې خو ان تر ۷۷ سلنه ډېرو ښځو د مېرمنو وهل ټکول سم ګڼل.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

تر کرناټکا ایالت پرته د هند په زیاتره ایالتونو کې تر نارینه و ډېر شمېر د هغو ښځو و چې د مېړنو لخوا د ښځو وهل ټکول یې توجیه کول او ویل یې چې مېړه ښه کوي چې خپله ښځه په دې ووهي چې ډوډۍ یې ولې سمه نه ده پخه کړې.

خو د اکسفام انډیا په نوم د جنسیتي عدالت پروګرام مشره امیتاپيترې وايي چې پنځه کاله مخکې د شوې څېړنې پرتله اوس د داسې پېښو کچه ټيټه شوې ده. دا وايي،هغه مهال ۵۲ سلنه ښځو او ۴۲ سلنه نارینه و د ښځو وهل ټکول سم ګڼل، خو په خبره، یې چلندونه اوس هم نه دي بدل شوي.

اغلې پيترې بي بي سي ته په خبرو کې وویل، "ښځو سره تاوتریخوالي او د دغه کار توجیه کول د نرواکۍ له کبله په ټولنه کې رېښې غځولې دي. په هند کې د جنسيت پر بنسټ تاوتریخوالی ځکه ډېر او توجیه کېږي چې ښځې د محتاج جنسیت یا د بل لاس لاندې کس په توګه ژوند کوي".

اغلې پيترې همدا راز وايي، "ښځې سره د چلند په اړه په ټولنه کې منل شوي تصورونه شته. لکه، هغه باید همېشه د سړي تر لاس لاندې وي، په پرېکړو کې د نظر حق نه لري، باید د نارینه په خدمت کې او تابع وي او تر نارینه کمه اجوره باید ولري. خو له ښځو سره د دې اپوټه چلند ډېر کم دی. نو که ښځه دا منل شوی تصور وننګوي، نو بیا نارینه ښه کوي او حق لري چې ښځې پسې کوتک راواخلي او لار وروښيي".

دا چې ولې ډېرې ښځې د مېړونو له لوري د ښځو وهل ټکول سم ګڼي او توجیه کوي یې، امیتا پيترې یې په اړه وايي، "نرواکي په ټولنه کې د جنسیتونو لپاره اصول ټاکي او ښځې هم هماغه تصور اخلي. بیا دوی هم په هماغه باور شي چې کورنۍ او یا ټولنه کې شته".

بنډلکنډ د هند په شمال کې د دغه هېواد له تر ټولو بې وزله سیمو یوه ده. اغلې کوکرېجا هلته د واننګنا په نوم هغو ښځو سره د مرستې لپاره یو خیریه بنسټ جوړ کړی دی چې وهل شوې ټکول شوې دي او له لسیزو راهیسې هلته کار کوي. کوکرېجا وايي، هلته ناویانو ته یو ډېر دود شوی نصیحت دا دی چې ورته ویل کېږي، "تاسې په ډولۍ کې د خسرګنۍ کور ته ننوځي خو یوازې هله له هغه کوره وتلی شئ چې جنازه مو ایستل کېږي".

نو زیاتره هغه ښځې چې همېشه له وهلو ټکولو سره مخ دي، دا تاوتریخوالی د خپل برخلیک په توګه مني او په اړه یې شکایت نه ثبتوي. همدا لامل دی چې اکثره داسې قضیې پټې پاتې کېږي.

'د کور کیسه باید بهر ونه وځي'

د کورني تاوتریخوالي پر ضد راوتلي اعتراض کوونکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورني تاوتریخوالي پر ضد راوتلي اعتراض کوونکي

اغلې کوکرېجا وايي، 'ګڼ خلک په دې نظر هم دي چې د کور کیسه باید د کور په چاردیوالۍ کې دننه پاتې شي او بهر ونه وځي. نو مېرمنې زړه نه ښه کوي چې تاڼې ته لاړې شي او پولیسو ته شکایت وکړي'.

‌ ماداوي کوکرېجا زیاتوي چې دوی که د خسرګنۍ له کوره ووځي نو چیرې به لاړې شي، هېڅ ځای نه لري چې ورشي. "ډېر کله یې مور او پلار د نوم بدۍ لپاره کور ته نه ورپرېدي او کله له دې کبله چې غریبان وي او لا ډېرې خېټې نشي مړولی. د دوی د لاسنیوي لپاره هم کوم سیسټم نشته. ځینې امن خونې شته خو بس نه دي او هغه پیسې چې له مېړه د بېلېدو پر مهال ښځې ته ورکول کېږي هم ډېرې کمې وي او نه بس کېږي. ان له پنځو سوو تر پنځلس سوو هندي کلدارو ورکول کېږي چې ښځې ژوند نشي پرې ساتلی او نه هم خپل ماشومان پرې مړولی شي".

د واننګنا خیریه بنسټ مشرې پوشپا شرما د دوو قضیو په اړه راته وویل چې تېره میاشتې له دوی سره ثبت شوې دي. پوشپا وویل چې هغه خپلو مېړنو تر وهلو ټکولو وروسته له ماشومانو سره په ګډه پرېښې دي او مېړونه یې تللي دي. دا وايي، "په دغو دواړو پېښو کې مېړونو دوی له وېښتانو نېولې بهر یې څښولي دي‌ او د ګاونډیانو په مخ کې یې شکنجه کړې دي. دغو ښځو ادعا کړې چې ډوډۍ یې سمه نه وه پخه کړې خو دا شکایت هسې یوه عامه خبره ګرځېدلې، اصلي کیسه دا ده چې دا پر هغوی د برید یوه ښه پلمه ده".

پوشپا زیاتوي، "یوه ښځه د دې لپاره وهل کېږي چې ولې یې لور زېږولې ده او هلک یې نه دی زېږولی چې میراث خور پیدا کړي. یا د هغې د مخ رنګ توربخون دی او ښکلې نه ده،‌ یا له پلارګنۍ یې ډېر جهېز له ځانه سره نه دی راوړی، یا یې مېړه نشه و، یا یې چې مېړه کور ته راستنېده نو په وخت او بېړه یې ډوډۍ او اوبه نه ولې نه وې ورته اېښې او یا ډوډۍ ولې بل منګه وه او یا ولې مالګه پکې ډېره وه".

واننګنا بنسټ په ۱۹۹۷ کې د سړک پر سر یوه تمثیلي ټوټه واړندې کړې وه چې نوم یې و،‌ [ما ته ځواب راکړه] او موخه یې دا وه چې خلکو ته د کورني تاوتریخوالي په اړه پوهاوی ورکړي چې هغوی یې پر ضد راپاڅېږي.

اغلې کوکرېجا وايي، "زموږ له ۲۵ کلن کمپاین سره ډېر کم بدلون راغلی دی او دا ځکه چې خلک د رشتې له ماتېدو او طلاق وېرېږي. موږ دا نشو زغملی چې ښځه دې له مېړه بېله شي، دا اړیکه سپېڅلې راته ښکاري او وایو چې د عمر تر پایه دې همداسې پاتې وي".

خو کوکرېجا وايي، "دا تصور او فکر باید بدل شي. موږ باید ښځې ځواکمنې کړو. هغوی مجبورې نه دي چې وهل ټکول او تاوتریخوالی وزغمي".