د چین پلازمېنه کې د کوویډ ناروغانو شمېر زیات شوی، د میلیونونو خلکو معاینات کېږي

د عکس سرچینه، Supplied
د چین پلازمېنه بیجینک کې د کووېډ نویو ناروغانو له شمېر ډېرېدو وروسته د میلیونونو ځايي اوسېدونکو معاینات پیل شوي دي.
د اونۍ پای کې په چاویانګ سیمه کې د ۲۶ نویو ناروغانو نومونه ثبت شوي، چې په دې ښار کې د کورونا له اوج راوروسته تر ټولو ډېر شمېر بلل کېږي.
بل لور په داسې حال کې چې حکومت ډاډ ورکوي، د خوړو پرېمانه زېرمې شته، د سوپر مارکیټونو مخې ته د مشتریانو اوږده کتارونه لیدل شوي دي.
دا وضعیت له هغې وېرې وروسته رامنځته شوی، چې ځینې خلک ګومان کوي بیجینګ هم ښايي د شانګهای ښار په برخلیک اخته شي، چې نژدې ۲۵ میلیونه خلک یې تر څو اونیو پورې کورونو کې ایسار پاتې شول.
په بیجینګ کې د ناروغیو مخنیوي ادارې له امر سره سم به د چاویانګ سیمې ټول درې نیم میلیونه اوسېدونکي د معایناتو له درې پړاونو تېرېږي.
د یادونې ده، چې دا سیمه د پلازمېنې خورا ګڼ مېشتو سیمو یوه ده.
له دې اعلان سملاسي وروسته خلک د اړتیا وړ توکو پسې ووتل او پر خواله رسنیو داسې ویډیويي کلیپونه ولیدل شول، چې دکانونه تش دي او د پیسو ورکولو لپاره د مشتریانو اوږده کتارونه په دکانونو کې ولاړ دي.

د بیجینګ سوپر مارکیټونو د تقاضا پوره کولو لپاره خپل کاري ساعتونه هم غځولي دي.
بل لور د دولتي رسنۍ ګلوبل ټایمز په رپوټ کې د چارواکو له قوله ویل شوي، چې د تازه خوړو چمتو کوونکو شرکتونو ته امر شوی، چې د غوښې، هګیو او تازه سابه په څېر اړتیا وړ توکو عرضه زیاته کړي.
په دې رپوټ کې دغه راز ویل شوي چې د معایناتو له پایلو وروسته به پرېکړه کېږي چې ایا په ځينې سیمو کې د قرنطین په څېر نورو احتیاطي اقداماتو ته اړتیا شته او که نه.




















