کورونا؛ شانګهای کې قرنطین سخت شوی، بریتانیا کې یو کس تر ټولو اوږده موده په کووېډ اخته و

د چین په اقتصادي مرکز شانګهای کې چارواکي وايي، د کووېډ نویو ناروغانو له ډېرېدو وروسته د قرنطین اقدامات سختوي.
په دې اقداماتو کې داسې الارم ځای پر ځای کول چې د اغېزمنو کسانو وتلو مخنیوی کوي او مرکزونو ته د اغېزمنو کسانو لېږدول شامل دي.
د روانې اونۍ پیل کې د لویو ودانیو نورو اوسېدونکو خوندي ساتلو لپاره سلګونه اغېزمن کسان په زور له خپلو کورونو ایستل شوي دي.
له نویو بندیزونو سره به د شانګهای قرنطین پنځمې اونۍ ته ورسېږي.
شانګهای چارواکي وايي، هغه ټول کسان به یوه مرکزي دولتي قرنطین مرکز ته ولېږدوي چې له کورونا وېروسه اغېزمن دي.
د نویو اقداماتو له مخې به د ښار له هغو سیمو چې نوي ناروغان پکې موندل کېږي، ډېری کسان او هغه چې دوی سره یې اړیکه نیولې په زور موقتاً قرنطین مرکز ته استول کېږي.
په دې کې به هغه کسان هم شامل وي، چې د کووېډ معاینې پایله یې منفي وي.
له تازه اقداماتو له اعلان دوې ورځې مخکې د شانګهای په دوو نورو سیمو بیسای او پینګ وانګ کې ځايي اوسېدونکي په موقت ډول له کورونو ایستل شوي وو.
په بیسای سیمه کې یوه رسمي اعلامیه کې له ځايي اوسېدونکو غوښتل شوي وو، چې خپل توکي له ځان سره واخلي او د کالیو المارۍ پرانیستې پرېږدي.
دوی ته ویل شوي وو، چې د کور مرکزي دروازه هم پرانیستي پرېږدي او ساتلي حیوانات له ځان سره و نه لېږدوي.
پر خواله رسنیو ګڼ شمېر کسان لیدل کېږي، چې په نیمه شپه خپل توکي په لاسونو کې له کورونو بهر کتارونو کې ولاړ دي.
تر ټولو د اوږدمهاله کووېډ ریکارډ
بل لور بریتانوي روغتیا پالان وايي، په دې هېواد کې یې د یو کس نوم یې ثبت کړی، چې تر ټولو ډېر وخت یې د کووېډ رنځ تېر کړ.
روغتیا پالان وايي، د دې کس په بدن کې تر ۱۶ میاشتو یا ۵۰۵ ورځو پورې د کووېډ - ۱۹ وېروس پاموړ مقدار موجود و.
د دغه کس نوم نه دی یاد شوی، چې د نورو ناروغیو علایم یې هم درلودل او په ۲۰۲۱ کال کې لندن کې مړ شوی.
د لندن یوه روغتون ډاکتران وايي، تر دومره ډېره وخته پر کورونا اخته پاتې کېدل ''خورا بې ساري '' پېښه ده.
د ډېری کسانو په بدن کې دفاعي نظام په طبیعي ډول پخپله وېروس له منځه وړي، خو د ماهرینو په خبره د دې کس د بدن دفاعي نظام خورا کمزوری شوی و.
کارپوهان وايي، دغه ډول قضیې لا نورو څېړنو ته اړتیا لري، چې د کووېډ او ددې له کبله د رامنځته کېدونکو خطرونو په هکله مو معلومات زیات شي.


















