د عمرخیام رباعیات؛ هغه اثر چې ټایټانېک بېړۍ کې ډوب او بلېټز بمبارۍ کې سوځېدلی و

د ستر عمر د لومړي اثر یوازې تور او سپین انځورونه شته خو په ۲۰۰۱ کال کې یې ډیجيټلي رنګینه بڼه چمتو شوه
د عکس تشریح، د ستر عمر د لومړي اثر یوازې تور او سپین انځورونه شته خو په ۲۰۰۱ کال کې یې ډیجيټلي رنګینه بڼه چمتو شوه
    • Author, ټیم سټوک
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د نړۍ یو تر ټولو ښکلی او په لوړ مهارت ډېزاین شوی کتاب د ۱۹۱۲ په اپرېل میاشت کې له لندنه د امریکا نیویارک ښار ته واستول شو. په غمیو پوښل شوی دغه کتاب د عمر خیام رباعیات وو چې ټایټانېک بېړۍ سره د اتلانتیک سمندر تل ته ډوب شوی و

د کتاب دویمه بڼه د ۱۹۳۰مې لسیزې په وروستیو کې په خورا لوړه بیه چمتو شوه خو د دویمې نړېوالې جګړې پر مهال هغه وخت وسوځېد چې جرمن ځواکونو په بلېتز بمبارۍ کې پر لندن هوايي بریدونه وکړل

هغه ځوان چې د فیلیوسوف عمر خیام د شاعرۍ پر دغه اثر یې ډېره خواري کړې وه وروسته د بریتانیا په یوه ساحلي سیمه کې د لامبو پر مهال ډوب شو

ایا څوک به چمتو شي چې د "ستر عمر" درېیمه بڼه جوړه کړي؟

Short presentational grey line

"څومره یې چې بیه لوړه، هغومره زه خوشاله"

په ۱۹۱۱ کال کې فرانسېس سانګورسکي د هغه کتاب د پښتۍ ډېزاین او تړلو چاره بشپړه کړه چې له تېرو دوو کلونو یې پرې ځان تېر ایسته

ډېزاین یې عالي او زړه وړونکی و. دغه کتاب چې حجم یې ۴۰ پر ۳۵ سانتي و، په ۱۰۵۰ قیمتي غمیو پوښل شوی و. د کتاب د پښتۍ په ډېزاین کې د سرو زرو له پاڼو او د چمړې له نژدې ۵۰۰۰ ټوټو هم کار اخېستل شوی و

Digital colourisation of first Great Omar

د عکس سرچینه، د کاپي رايټ حق: شېپرډ، سانګورسکی او سټکلېف

سانګورسکي د پښتۍ د ډېزاین په هره برخه کې ډېر دقت کاوه. یو وخت خو یې آن د لنډ وخت لپاره انساني کوپړۍ پور کړه چې د رسامۍ په وخت خپل هنري خلاقیت کې ريښتینی واوسي. د یوه ژوبڼ ساتونکي ته یې رشوت ورکړی و چې وکولی شي پخپله مار ته یو موږک د خوراک لپاره ورکړي، غوښتل یې چې له نژدې د مار خوځښت وڅاري

ډیلي مېرر ورځپاڼې دا هڅه د "کتاب د ډېزاین تر ټولو شاهکاره نمونه بللې وه". نورو یوازې د "عالي کتاب" په څېر ستایلی و

د کتاب لپاره لوړه بیه وټاکل شوه

د کتابونو ډېزاین او تړون کوونکی سانګورسکي او ملګری یې جورج سټکلېف په خپل وخت کې په غمیو د پښتیو د عالي ډېزاین له امله مشهور وو او ستایل کېدل

"د ريښتینو غمیو ډېزاین یو نادود مهارت وو"، دا خبره راب شېپرډ کوي. دی د شېپرډ، سانګورسکي او سټکلېف شرکت اجرایوي مشر دی، چې سانګورسکي او سټکلېف په ۲۰مه پېړۍ کې جوړ کړی و. دی زیاتوي

"د کومې کچې لاسي مهارت چې دغو کسانو درلود اوسنۍ زمانه کې یې موندل خورا ګران دي ځکه د وخت په بدلېدو دغه برخه کې مهارت له منځه تللی. د هغه پېر کسانو لوړ مهارت درلود".

سانګورسکي او سټکلېف په ۱۹۸۷ کال کې سره پېژندلي وو او خپل هنر یې د هغه وخت له پېژندل شویو څېرو لکه ویلیم مورېس او له ټي جي کابډېن سېنډرسن زده کړی و

د سانګورسکي او سټکلېف کار دومره وستایل شو چې ژر یې د پاچا اېډورډ اووم په څېر د مشهورو کتابونو لپاره د پښتیو د ډېزاین قراردادونو تر لاسه کړل

فرانسېس سانګورسکي (لومړی کس) او جورج سټکلېف (منځنی) خپل کاروبار په ۱۹۰۱ کې پیل کړ.

د عکس سرچینه، Shepherds, Sangorski & Sutcliffe

د عکس تشریح، فرانسېس سانګورسکي (لومړی کس) او جورج سټکلېف (منځنی) خپل کاروبار په ۱۹۰۱ کې پیل کړ.

په ۱۹۰۷ کال کې سانګورسکي جان سټون هاوس سره مخ شو. دی د سودرنز کتاب پلورنځي مشر و چې په ۱۷۶۱ کال کې جوړه شوې وه او اوس هم فعاله ده. سانګورسکي ده ته د خپلې هغې هیلې په اړه وویل چې غواړي په دولسمې پېړۍ پورې اړوند کوم کتاب باندې کار وکړي

که څه هم سانګورسکي وړاندې هم د عمر خیام رباعیاتو باندې په بېلا بېلو بڼو کار کړی و خو په وینا یې دا ځل یې داسې بڼه جوړول غوښتل چې د پښتۍ پر ډېزاین یې درې طاووسه وي او ګردچاپېره پر غمیو پوښل شوې وي، "داسې ډېزاین چې وړاندې هېڅ نه وي لیدل شوی"

له ډېرې هڅونې وروسته سټون هاوس ومنله چې پانګونه پرې وکړي خو خپل مشر هېنري سیسېل ته یې په اړه څه ونه ویل، ځکه وېریده چې ښايي سیسېل یې ورسره ونه مني

سټون هاوس - سانګورسکي ته ځینې لارښوونې لرلې

"کار پرې پيل کړه او عالي کار وکړه. هېڅ محدودیتونه نشته. هر څه چې دې خوښه وي د پښتۍ ډېزاین کې یې کارولی شې، هر څومره لګښت چې ولري، پروا یې نشته. څومره یې چې بیه لوړه وي هغومره به زه خوښ یم. خو ځان ډاډه کړه، چې کله دې کار پای ته ورسېد او د کتاب وروستۍ بڼه چمتو شوه نو دا کتاب او د پښتۍ ډېزاین یې باید د نړۍ تر ټولو عصري ډېزاین واوسي"

"تر دې ور هاخوا نورې لارښوونې درته نه لرم"

"د پښتۍ تر ټولو غوره ډېزاین"

Great Omar back

د عکس سرچینه، Shepherds, Sangorski & Sutcliffe

د عکس تشریح، سانګورسکي د کتاب د ډېزاین پر طرحې څو میاشتې کار کړی و

د کتاب ډېزاین شپږ جلا برخې لرلې. د کتاب د پښتۍ مخ او شا، له دننه خوا د ګتې ډېزاین او د پښتې څنډې. په ډېزاین کې د طاووس له بڼکو او طاووسونو، بوټو، انساني کوپړۍ او فارسي تورو کار اخېستل شوی و چې د ژوند او مرګ ښکارندویي یې کوله

د پښتۍ د ګتې دواړو خواوو د ډېزاین لپاره د چېلۍ پوټکي سلګونه ټوټې پرې او رنګ شوې وې، سلګونه غمي - هر یو پخپل ځای لګلول شوي وو او څو اوونۍ یوازې پر دې کار شوی و چې د پښتۍ د سطحې بېلا بېلې برخې په سرو زرو وپوښل شي

ښاغلی شېپرډ د ډېزاین په اړه وايي،

"دا د عالي هنر یوه بهترینه نمونه وه. په یو ډول یې د هغه وخت د انګلستان استازیتوب کاوه"

سټون هاوس هم د کتاب له ډېزاینه خوښ و او ستایه یې، په وینا یې دا د "کوم کتاب د ډېزاین تر ټولو ښکلې او عالي نمونه ده چې تر اوسه په کوم هېواد یا پېر کې ډېزاین شوې"

line

د عمر خیام رباعیات

Omar Khayyám

د عکس سرچینه، Getty Images

فیلیوسوف، ریاضي پوه، ستور پېژندونکی او شاعر عمر خیام له ۱۰۴۸ تر ۱۱۳۱ کلونو تر منځ ژوندی و او په اوسني ایران کې اوسېده. د نوموړي یوه لویه لاسته راوړنه هغه وخت کې د لمریز کلیز یا جنترۍ تر ټولو دقیقې بڼې جوړول وو. شاعري یې چې د رباعیو په بڼه ده له مرګه خورا ډېر وروسته مشهوره شوه‌

"د ده رباعیات د ایراني هویت شکمن اړخ په ډاګه کوي چې د ډېرو په نه ګومان له روحاني اړخ سره سره په ټولنه کې شته"، دا خبره سعید تالاجوی کوي چې په سېنټ انډریوز پوهنتون کې د فارسی ادبیاتو کارپوه دی

ښاغلی تالاجوی زیاتوي: "د عمر خیام په شاعري کې تر ډېره د ژوند عادیتوب او د شتوالي احساس څرګند شوی او په دې تریخ حقیقت پوهېدل دي چې پر هېڅ څیز کنترول نه لرې، لکه نشه کېدل او د ژوند معاملاتو هیرول او داسې نور...

د عمر خیام د شاعرۍ یوه برخه چې د نظم په بڼه ده، په ۱۸۵۰مو کلونو کې د اېډورډ فېتزګرالډ په هڅه ژباړل شوې وه. رباعیاتو یې په پیل کې ډېر مینه وال ونه موندل خو د دوو ایرلنډیو پوهانو ورپام شو او د دوی په زیار بیا دا تر ډېرو لوستونکو ورسېدل او ستاینه یې وشوه

د ژباړل شوې نسخې کارپوهان سانډرا مېسن او بېل مارټېن دا "په نړیواله کچه یو تر ټولو ډېر مشهور انفرادي نظم" بللی دی

line

"د کتاب د ویجاړېدو کیسه"

Digital colourisation of first Great Omar

د عکس سرچینه، Shepherds, Sangorski & Sutcliffe

هېنري سیسېل نو اوس د دغه شاهکار هنري اثر په اړه پوه شوی و او سودرنز کتاب پلورنځي یې پر دغه اثر زر پاونډه بیه کېښوده چې په اوسني وخت کې شاوخوا ۱۲۰ زره پاونډو کېږي

د کتاب پلورنځي اجرایوي مشر کرېس سانډرز وايي، "د دې اثر بیه تر ټولو هغو درې برابره لوړه وه چې هغه وخت زموږ په ګودام کې وو. فکر کوم د هغه وخت د بریتانوي بازار لپاره ډېر ګران بیه و".

د نیویارک یو سوداګر ګابریال وېلز چې په ویز هم پېژندل کېږي د ۱۹۱۱ کال په دوبي کې لندن کې و. د عمر خیام اثر یې خوښ شو او په ۸۰۰ پاونډه یې د پېرلو وړاندیز وکړ

سودرنز کتاب پلورنځي یې وړاندیز رد کړ او ورته یې وویل چې په ۹۰۰ پونډه یې پېرلی شي. ویلز دا وړاندیز رد کړ او بېرته امریکا ته ولاړ

بریتانوي بازار کې یې پېرلو ته څوک ډېر لېواله نه وو، نو پرېکړه وشوه چې کتاب امریکا ته واستول شي چې بازار یې په پرتلیز ډول ښه دی

خو چې کله امریکا ته ورسېد نو د ګمرګ چارواکو سره یې پر مالیې لانجه شوه. سودرنز له مالیې ورکولو ډډه وکړه او اړ شول چې د "ستر عمر" اثر بېرته لندن ته وروغواړي. میاشتې تېرې شوې خو کتاب ونه پلورل شو

سټون هاوس وروسته بیا خپل یادښت کې لیکلي وو چې "داسې ښکارېدل دا کتاب یو ناورین ته په تمه دی"

ښاغلی سانډرز وايي، " سټون هاوس اړ وو چې دا اثر وپلوري، ځکه پر دې اثر د کار پیل په وخت کې یې خپل مشر سیسېل سره مشوره نه وه کړې، نو د هغه خوښولو لپاره یې اوس هڅه کوله چې ژر تر ژره یې وپلوري. له مجبورۍ یې ګابریال وېلز ته په ۶۵۰ پاونډه د پلورلو وړاندیز وکړ، وېلز ونه منله. مشر یې سیسېل امر وکړ چې کتاب دې د بولۍ له لارې وپلورل شي"

د ۱۹۱۲ کال د مارچ په ۲۹ دغه اثر په بولۍ کې وپلورل شو. د ګابریال وېلز یوه استازي په ۴۵۰ پاونډو وپېره

"تر ټولو غوره ځای ورته د سمندر تل و"

RMS Titanic

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټایټانېک بېړۍ د ۱۹۱۲ کال اپرېل په ۱۲ د بریتانیا له ساوتمپټنه د امریکا نیویارک پر لور وخوځېده

د "ستر عمر" اثر امریکا ته د لېږدولو لپاره چمتو شو. د اپرېل پر شپږمه باید یوې بېړۍ کې استول شوی وای خو بېړۍ ترې ولاړه او بالاخره ټایټانېک بېړۍ ته ورسېد چې امریکا ته روانه وه

د لندن د یوه تاریخي کتاب پلورنځي مګز اېنډ بروز مشر بېنجامېن مګز وايي، " د سودرنز د دغه اثر کیسه په زړه پورې ده. جوړوونکي ته یې لارښوونه شوې وه چې هنر دې وپنځوه، هېڅ محدودیت نشته، لکه څنګه چې د ټایټانېک بېړۍ په جوړولو کې هم محدودیت نه و"

د ټایټانېک بېړۍ ناورین چې له ۱۵۰۰ زیات کسان پکې ووژل شول د ۲۰مې پېړۍ یوه تر ټولو مهمه او مشهوره پېښه وه خو دا چې د عمر خیام اثر دې هم پکې وي، په اړه یې مالومات کم دي.

د ښاغلي شېپرډ په ګومان کتاب هري اېکلنز وایډنر سره و چې د امریکا یو مشهور او شتمن کس و

ښاغلی مګز وايي وایډنر د کتابونو کاروباري ګابریال وېلز پېژانده. دی وايي، "دا چې مالیه به پرې خورا لوړه وه نو کېدای شي وایډنر ته ویل شوي وي چې کتاب له ځانه سره ونیسي او د یوه شخصي توکي په توګه یې امریکا ته وروړي"

Harry Elkins Widener

د عکس سرچینه، Harvard University

د عکس تشریح، له مرګ وروسته یې د هري وېلکېزن وایډنر د کتابونو ټولګه هارورډ پوهنتون ته ډالۍ شوه

وایډنر په خپله د نایابو کتابونو د پېرلو لېواله و او لندن ته هم د همدې لپاره ورغلی و

ډان لېنچ چې د ټایټانېک ټولنې رسمي تاریخپوه دی وايي، د تراژېدۍ په شپه وایډنر د ټایټانېک بېړۍ په رستورانت کې د بېړۍ د کپتان په ویاړ مېلمستیا کړې وه. د ډوډۍ خوړلو پر مهال د خبرداري زنګ خپور شو چې بېړۍ د یوه واورین غره یا ایسبرګ په لور ور روانه او ورسره ټکرېدونکې ده

د "ستر عمر" اثر یوازینی تر ټولو ګران بیه توکی نه و چې ټایټانېک بېړۍ کې ډوب شو. په نورو اثرونو کې د ماري جوزېف بلونډېل رسم "لا سرکاسین اوبین" هم و چې هغه وخت یې بیه سل زره امریکايي ډالره وه چې د اوسني وخت نژدې درې مېلیون ډالره کېږي

د ډان لېنچ په وینا "ستر عمر" ښايي د "ټولو ډوبو شویو اثارو تر منځ‌ مشهور هغه و". د اولټر لارډ په کتاب "یوه یادګاره شپه" کې یې هم یادونه شوې چې وروسته بیا له همدې کتابه فلم جوړوونکي جېمز کامېرون ټایټانېک فلم جوړ کړ

Illustration of sinking of Titanic

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د وایډنر مور هم له هغو ۷۱۳ کسانو وه چې ژغورل شوې وه.

له څپو نژدې څلور کیلومتره ښکته د "ستر عمر" اثر پروت دی. د دغه ډول برخلیک په اړه یې ټول ناخوښ هم نه دي

سر جان چې وېنډزر ماڼۍ کې د پاچا د کتابتون پالونکی و وايي: "د اتلانتیک سمندر تل ورته تر ټولو غوره ځای و"

"دا یې د ژوند پیل دی"

له ډوبېدو وروسته د کتاب د حالت په اړه ښاغلی لېنچ وايي: "دا په دې پورې تړاو لري چې کتاب په څومره خوندي بڼه پوښل شوی و او د بېړۍ په کومه برخه کې ساتل شوی و"

Francis Sangorski

د عکس سرچینه، Shepherds, Sangorski & Sutcliffe

د عکس تشریح، فرانسېس سانګورسکي مېرمن او څلور ماشومان تر شا پرېښودل

د دې کتاب برخلیک کیسه د ټایټانېک بېړۍ له هغو زرګونو کیسو وه چې په نړېواله کچه په ورځپاڼو کې راڅرګنده شوه

ښاغلی سانډرز وايي: "پر دې اثر ټولو خپله پانګونه له لاسه ورکړه"

که څه هم په دویمه نړیواله جګړه کې د سودرنز کتاب پلورنځي د محاسبې برخې ویجاړې شوې او له امله یې دا کره نه شي ویل کېدلی چې د عمر اثر له منځه تللو سره یې کاروبار څومره خراب شوی و خو ښاغلی سانډرز وايي، "د سودرنز اړیکي له سانګورسکي او سټکلېف سره د پیسو او لګښتونو پر سر د لانجو له امله خرابې شوې"

Francis Sangorski's grave

د عکس سرچینه، Shepherds, Sangorski & Sutcliffe

د عکس تشریح، د سانګورسکي د قبر تخته د هغه ملګري سټکلېف ډېزاین کړې وه

د ټایټانېک بېړۍ له ډوبېدو وروسته یوه بله ناوړه تراژیدي پېښه شوه

فرانسېس سانګورسکي د ۱۹۱۲ کال په جولای میاشت کې له خپلې کورنۍ سره د بریتانیا په یوه ساحلي سیمه کې په رخصتۍ و چې په سیند کې لامبو ته ولاړ خو ډوب شو او ومړ

د ۳۷ کلن سانګورسکي جسد لږ وروسته وموندل شو

جان سټون هاوس د سټکلېف مرګ ویرجن کړ. ده یې په یاد لیکلي وو: "د دغه ستر هنرمند او پنځوونکي لپاره دا د ژوند پیل دی"

"څومره یې چې خوندي کوې، هغومره خرابېږي"

سټنلي برې د ستر عمر د دویم اثر د پاتې شویو ټوټو سره

د عکس سرچینه، Shepherds, Sangorski & Sutcliffe

د عکس تشریح، سټنلي برې د ستر عمر د دویم اثر د پاتې شویو ټوټو سره

د فرانسېس سانګورسکي له مرګ وروسته هم سانګورسکي او سټکلېف کمپنۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. په ۱۹۲۴ کال کې د جورج سټکلېف وراره سټنلي برې دغې کمپنې سره دنده پیل کړه

اته کاله وروسته، ده د سانګورسکي هغه پخوانۍ رسامي او توکي وموندل چې د عمر اثر پنځونې پرمهال یې کارولي وو او پرېکړه یې وکړه چې د هغه دا ستره هڅه بیا راتازه کړي

ښاغلي شېپرډ پخپل کتاب 'د سېنډرېلا اف ارټس' کې په دې تړاو لیکلي

"فکر کوم هغه یوازې دا هڅه کوله چې خپل تره خوښ کړي"

د ۱۹۳۰م لسیزې په اږدو کې برې د "ستر عمر" د اثر پر دویمې بڼې کار وکړ. له جګړې لږ څه وړاندې اثر چمتو شو

د هوايي بمبارۍ له خطره د دې اثر ساتلو لپاره پرېکړه وشوه چې په خوندي ډول وپوښل شي او د لندن ښار د فور سټریټ په یوه خوندي خونه کې وساتل شي

فور سټریټ لومړی ځای و چې د هوايي بمبارۍ پر وخت جرمنانو په نښه کړ. د ۱۹۴۰ او ۴۱ کلونو په اوږدو کې د پرله پسې بمبارۍ له امله د دې سیمې ټولې ودانۍ ونړېدې

د ویجاړیو له پاکولو وروسته هغه خوندي صندوق وموندل شو چې د عمر اثر پکې و. صندوق روغ پاتې شوی و خو پکې دننه اثر- چې د چمړې په پوښ پوښل شوی- توره ایره ګرځېدلی و. د اور تودوخې له امله چمړه سوځېدلې وه او ټول اثر یې سوځولی و

فورسټریټ، ۱۹۴۰، د دسمبر ۳۱

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فور سټریټ د هوايي بریدونو پر مهال یوه تر ټولو ډېره ویجاړه شوې سیمه وه

د مګز او بروز کتاب پلورنځي مشر بېنجامين مګز په دې تړاو وايي

"اصلا د خوندیتوب لپاره کارول شوې چمړه د اثر د له منځه تلو لوی لامل و. څومره یې چې هڅه کړې وه چې خوندي یې کړي، بیا یې هم په خپله دا خوندیتوب د ویجاړېدو لامل شو. داسې ده لکه څومره یې چې د خوندي کولو هڅه کوې هغومره درنه خرابېږي"

ښاغلی مېګز زیاتوي، "لکه د ټایټانېک پېښې په څېر… امریکا ته د اثر د لېږدولو تر ټولو خوندي لاره کومه ده؟ طبعاً، ټایټانېک بېړۍ چې تر ټولو خوندي بلل شوې وه، نو دا اثر په یوه ډول ستا پر ضد کار کوي، څومره یې چې د ساتلو هڅه کوې، پایله یې هماغومره بده وي".

بریتانیا د دښمن له لوري تر سختو بریدونو لاندې وه. ښاغلی برې که څه هم ویرجن و خو د جګړې په تود اور کې ورته د "ستر عمر" اثر سوځېدل د منلو وو. په وینا یې، "بختور به یم، که دا یوازینی څیز وي چې زه یې له لاسه ورکوم"

"د یوه سمبول په توګه پېژندل کېږي"

سټنلي برې د ۱۹۴۷ کال د سپتمبر پر ۱۰

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سټنلي د ستر عمر پر درېیمې بڼې نژدې څلور زره ساعته کار کړی و

د دوو کتابونو له لاسه ورکولو - چې کلونه کلونه پرې خواري شوې وه - د برې هوډ مات نه کړ. هغه مهال چې بریتانویانو د جګړې د پای شېبې شمارلې، ښاغلي برې د عمر خیام رباعیاتو په درېيم اثر کار پیل کړ

په تېرو دوو کتابونو د کار پر مهال چې کوم غمي پاتې وو، په درېیم کې وکارول

سانګورسکي او سټکلېف د خپلې کمپنۍ چارو ډېر بوخت کړي وو، نو د عمر اثر ورته له تقاعد وروسته د ژوند په یوې پروژې واوښت. بالاخره د څلور زره ساعتونو له خوارۍ او زیار وروسته د ستر عمر درېیم اثر چمتو شو

ښاغلی مګز وايي، په درېیم اثر یې د برې خواري د مینې او لېوالتیا نښه وه، " دا چې سټنلي برې دا اثر بیا له سره چمتو کړ، دوه ځله، دا یې نو د پیسو لپاره نه کاوه. دې پروژې سره مینه له مالي لاسته راوړنې ورهاخوا وه. دا پروژه ورته د یوه سمبول په بڼې اوښتې وه"

د ستر عمر درېیم اثر په برېټېش لایبرېرۍ کې دی

د عکس سرچینه، British Library

د عکس تشریح، د ستر عمر درېیم اثر په برېټېش لایبرېرۍ کې دی

برې د عمر درېیم کتاب د بریتانیا مشهور کتابتون برېټېش لایبرېرۍ ته ورکړ. په ۲۰۰۴ کال کې د برې د کونډې ایرین له مړینې وروسته د عمر کتاب او ورسره تړلي ټول مواد د تل لپاره برېټېش لایبرېرۍ ته ورپاتې شول. دغه اثر اوس هم کتابتون سره دی خو لاسرسی ورته خورا محدود دی

تر اوسه لږ تر لږه د عمر خیام د کتاب دا بڼه خوندي ده

"هېڅ درسره نه شې وړی - خالي لاس به ځې"

د سانګورسکي قبر
د عکس تشریح، د سانګورسکي د قبر پر تختې لیکل پیکه شوي

د لندن په ختیځ فېنچلي سیمه کې د ستر هنرمند او پنځوونکي فرانسېس سانګورسکي قبر موندل یو څه ګرانه چاره ده. تر یوې ونې لاندې د نورو قبرونو په منځ کې ورک دی او د قبر په تخته یې لیکل پیکه شوي دي

د ښاغلي مګز په باور د عمر خیام ژوند، فلسفې او لوړ فکر هنرمندان او ماهر پنځوونکي وهڅول چې د دغه فلسفي شاعر یاد په سرو زرو او غمیو کې پټ د تل لپاره ژوندی وساتي

" دا عالي پایله ده. دا یوه ستره کیسه ده او یوه برخه یې راته وايي، سمه ده، چې کله یو څه درسره وي، ویې کاروه، له ژونده خوند واخله، خو په دې پوه شه چې پای لري، ځان خبر وساته"

ښاغلی مګز وايي: "ستر عمر راته همدا وايي. که یې وس لرې، نو ولې نه؟ ویې کړه. خو خبر اوسه چې مرګ درپسې دی او هېڅ هم درسره نه شې وړی".

Short presentational grey line