مرګونې لار؛ ایران کې پنځه افغانان د موټر ټکر کې وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغو پنځو افغانانو مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي چې تېره اوونۍ د ایران پلازمینې تهران ته څېرمه د موټرو په ټکر کې مړه شوي وو.
د قربانیانو کورنیو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، دغه کسان چې ډېر یې د ننګرهار ولایت وو، د ایران له لارې په قاچاقي ډول اروپا ته روان وو.
مړي په نیمروز کې ایراني چارواکو افغانانو ته سپارلي دي.
په دې پېښه کې درې نور افغانان ټپیان شوي هم دي.
په ناقانونه ډول اروپا ته د رسېدو لپاره ایر ان د افغانستان او پاکستان لپاره تر ټولو مهمه لار بلل کېږي، خو دغه مرګونې لار تل له خونړیو پېښو ډکه وي.
دلارو چې د ننګرهار د حصارک اوسېدونکی دی او په دغه پېښه کې یې ورور وژل شوی، وویل د دریو افغانانو ټپونه ژور وو.
ښاغلی دلارو چې خپله نیمروز ته د مړیو د تر لاسه کولو لپاره تللی و، وايي په مړو څو شپې وتلې وې چې کورنیو ته وسپارل شول.
پخوا هم ورته پېښې په ایران او په ځانګړي ډول د ایران او ترکیې ترمنځ پولو کې شوې چې افغان کډوالو ته پکې مرګ ژوبله رسېدلې.
نیویارک ټایمز تېره میاشت یوه لیکنه کې ویلي و له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، نژدې یو میلیون افغانان ایران ته تللي دي.
ځیني افغانانو چې اروپا ته د تللو لپاره د قاچاقچیانو پیسي نه لري، بي بي سي ته ویلي هغوی لومړی ایران کې د څه مودې لپاره مزدوري کوي او هڅه کوي هلته هومره پيسې ومومي چې استانبول او بیا وروسته اروپايي هېوادونه ته پرې لاړ شي.
ښايي یو دلیل دا هم وي چې تېرو څو میاشتو کې په لوی شمېر افغانان ایرانو ته په قاچاقي ډول تللي دي.
له ایرانه هره اوونۍ د نیمروز او هرات پر لور زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته شړل کېږي، او ځینې افغانان چې د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو بله وسیله نه لري، پر همدې مرګونې لار بیا بیا خپل بخت ازمايي.
افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه په کمساري ډول ډېره شوې.
د کار نړیوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې ویلي و د روان میلادي کال تر نیمايي پورې ښايي په افغانستان د هغو کسانو شمېر تر یو میلیون ورسېږي چې له تېر اګست راهیسې یې دندې له لاسه ورکړې دي.
له همدې امله ښايي د کار په موخه د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته د لا ډېرو افغانانو مخه ورماته شي، داسې څه چې ګاونډيان یې هم اندېښمن کړې دي.



















